پر غزه پوله په نښتو کې د اسراییلي پوځ لخوا لږ ترلږه ۴۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
دا پېښه په بیت المقدس کې د امریکايي سفارتخانې د پرانیستو وړاندې شوې ده.
په غزه کې د روغتیا چارواکیو ویلي چې د اسراییلي پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۷۷۲ فلسطینیان ټپیان شوی هم دي.
د حماس وسله والې ډلې په مشری له تېرو شپږو اونیو راهیسې احتجاجونه روان دي چې موخه یې په دې خاوره له یوې لسیزې راهیسې د اسراییلو لخوا لګیدلې محاصره ماتول دي. د دغه احتجاجونو له پیلېدو راهیسې ټول ۶۰ تنه وژل شوي دي.
بلخوا د امريکا خزانې وزير سټيفن منوچن په یکشنبه د اسرایيلو بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ بهر وويل:
"امريکا تر اسرایيلو بل لوی ملګری نه لري."
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړيو کې ويلي وو چې واشنګټن وېشل شوى بيتالمقدس د اسرایيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.
فلسطينيان غواړي چې ختيځ بيتالمقدس یې د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.