د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو بیت‌ المقدس د اسراییلو پلازمېنه ګرځول رد کړه


د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د یوه قرارداد له لارې، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې امریکايي پرېکړه رد کړې.

د پنجشبنې پر مازیګر د عمومي جرګې په نادره بیړنۍ غونډه کې ۱۲۸ هېوادونو پرېکړه لیک په حق او نهو یې په مخالفت کې رایه ورکړه.

دې ووټ ته د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مقابل کې د قوي مخالفت په سترګه کتل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی وو چې د قرارداد په حق کې پر رایې ورکوونکو هېوادونو ښايي مرستې بندې کړي.

د اسټرالیا، کاناډا، میکسیکو او فېلپین په ګډون ۳۵ هېوادونو پر پرېکړه لیک رایه ورنکړه.

د امریکا او اسراییلو په ګډون ګواتېمالا، هونډوراس، مارشل ټاپوګانو، مایکرونېشیا، ناورو، پلاو او ټوګو یې په مخالفت او د برتانیې، فرانسې جرمني او جاپان په ګډون د امریکا مهمو ملګرو یې په حق کې رایه ورکړه.

دا پرېکړه لیک چې لازم الاجرا نه دی پکې پر جرګې غږ شوی چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې امریکايي فیصله ((لغوه)) اعلان کړي.

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس دا قرارداد د فلسطین د بریا په نوم یاد کړ خو اسراییلو رد کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG