پاکستان د افغانستان د ((معلوماتو)) په اړه ((اقدامات)) کوي

په کابل او جلال اباد کې بریدونو سلګونه کسان وژلي او ژوبل کړي

پراګ - په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په کابل او جلال اباد کې تر خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی په یو ورځني سفر کې د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د استخباراتي ادارې ای اېس ای له مشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د ده په خبره، د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له هېواده بهر وو.

شمس وايي، افغان پلاوي له پاکستانیو چارواکو سره د ترهګرۍ په اړه ((سپینې خبرې)) وکړې او پاکستاني وزیراعظم ته یې ((معلومات)) ورکړل او شاهد خاقان عباسي د ((اقداماتو)) ژمنه وکړه.

ده دا روښانه نه کړه چې افغان حکومت پاکستاني لوري ته څه ډول معلومات ورکړي.

له شمس سره د بشیر ګواښ مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"پاکستاني چارواکو د ولسمشر غني د ځانګړي پېغام په ځواب کې د اقداماتو وعده وکړه"


پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په اړه مو د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف او د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند ډاکتر محمد فیصل سره د رابطو هڅه وکړه خو بریالي نشو. البته د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ ویلي چې اسلام اباد له کابل سره د اړیکو د سمولو کوشش کوي.

د دې کمېټۍ دوو غړو مشال راډیو ته وویل، حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي ښه کړي.

د کمېټۍ غړی سید مظفر شاه وايي، سېنېټ غواړي چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د باور فضا جوړه شي:

((زموږ کوشش دا دی چې د دواړو هېوادونو اړیکي ښه شي او د باور فضا جوړه شي. له دې سره به څه نا څه ښه والی راشي. موږ هیله من یو چې د پاکستان او افغانستان تعلقات به ښه شي. موږ دا باور لرو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت به د پاکستان کورنیو حالاتو ته ګټه ورسوي.))

په جنورۍ کې په کابل او جلال اباد کې لوی بریدونه وشول چې پکې د بهرنیو وګړو په ګډون سلګونه افغانان ووژل او ژوبل شول. د ځېنو حملو ذمه واري طالبانو او د ځېنو یې اسلامي دولت ډلې منلې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر

تر حملو وروسته امریکا پر پاکستان غږ وکړ چې سمدستي دې وسله وال طالبان ونیسي او یا دې یې پر ضد اقدامات وکړي. اسلام اباد په بیا بیا وسله والو ته د پټنځایونو یا مرستو ورکولو تور ردوي خو کابل او واشنګټن دریځ لري چې هغه هېواد د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته ژمن نه دی.

د پاکستاني سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ بل غړی سید طاهر حسین مشهدي وايي، دوی په مسلسل ډول په افغانستان کې د سولې هڅې کوي:

((موږ حکومت ته وویل چې په افغانستان کې مداخله ختمه کړي. اوس پاکستان په هغه هېواد کې لاسوهنه نه کوي. د سېنېټ د بهرنیو چارو له کمېټۍ علاوه، موږ د ټول سېنېټ له غړو یوه کمېټي جوړه کړې او په بیا بیا مو د افغانستان پر مسلې او د بهرنیو چارو پر تګلارې بحث کړی. تر خبرو وروسته موږ حکومت ته سپارښتنې کړې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي ښه کړي.))

د پاکستان د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټي زیاتوي چې حکومت او پارلېمان په افغانستان کې ثبات ته ژمن دي.