دوشنبه: په کابل کې د افغان ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پریوه اډه برید د څلورو وسلهوالو او ۱۱ سرتېرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، یو حمله کوونکی ژوندی نیول شوی او څلور نور وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي لومړی یوه ځانوژونکي بریدګر د فرقې پر ساتونکیو برید وکړ او بیا نورو وسله والو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.
په مخکنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې حمله پر مارشال فهيم پوځي اکاډمۍ شوې ده، خو دفاع وزارت وايي حمله يوازې د ١١١مې فرقې پر يوه اړوند کنډک شوې ده.
د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د دې حملې مسوليت منلى دى.
په کابل کې له تېرو څو ورځو راهیسې دا درېم خونړۍ برید دی چې کېږي. د روانې میاشتې پر اتلسمه نېټه د کابل پر انټرکانټینېنټل هوټل او په کابل ښار کې د جنورۍ پر ۲۷مه یوه موټر بم برید لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي دي.