د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل برید د تلفاتو شمېر ۱۰۳ ته ورسېد


ویس احمد برمک، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر
ویس احمد برمک، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر

کابل ـ افغان چارواکي وايي، د کابل ښار صدارت څلور لارې د شنبې ورځې په برید کې د وژلو شویو کسانو شمیر ۱۰۳ تنو ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې پر ورځ په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې پدې برید کې ۲۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ځينو جسدونو هویت لا تر اوسه مشخص شوی ندی او عدلیي طب پدې برخه کې کار کوي.

ارګ کابل
ارګ کابل

بل پلو د یکشنبې پر ورځ له ارګه په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې طالبان، حقاني شبکه، داعش او د دوی ملاتړي د اسلام او بشریت دښمنان دي او دوی په تېرو څو ورځو کې په کابل، جلال اباد او کندهار کې د وحشیانه تروریستي بریدونو په ترسره کولو د سلګونو افغانانو ژوند اخېستی دی.

له ارګه خپره شوې خبر پاڼه وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د یکشنبې په ورځ ملي ماتم کوي څو د پېښې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړل شي. حکومت همدا رنګه د دوشنبې په ورځ په کابل کې عامه رخصتي هم اعلان کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه برید چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی تر ډيره قربانیان يي ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG