د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: نړیوال دې د طالبانو پرضد پرېکنده ګام واخلي


کابل: د افغان طالبانو برید ۱۰۳ کسان ووژل او ۲۳۵ نور یې ټپيان کړل. ۲۷جنوري ۲۰۱۸
کابل: د افغان طالبانو برید ۱۰۳ کسان ووژل او ۲۳۵ نور یې ټپيان کړل. ۲۷جنوري ۲۰۱۸

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ په کابل کې د يوه ايمبولېنس په وسيله له شوي بريد وروسته په خپل يوه ټوېټر پيغام کې پر نړيوالو غږ کړی چې د طالبانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي.

په بريد کې، چې زمه واري يې افغان طالبانو منلې، ۱۰۳ کسان ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپيان شول.

د امريکا خارجه وزير رېکس ټيلرسن هم په يوه بيان کې ويلي، د يو چا لخوا د وسله والو د ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو پاليسي دوی ته نوره د منلو وړ نه ده.

امريکا پاکستان تورنوي چې پر خپله خاوره يې د طالبانو او حقاني شبکې مشرانو او وسله والو ته پناه ورکړې.

اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي خو له واشنګټن سره يې اړيکې تر هغې وروسته لا خرابې شوې چې د هغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي ميلادي کال له پيل سره سم پر ټویتر په خپل یو بيان کې وويل، پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې د يوه ملګري هېواد په توګه له امريکا ۳۳ اربه ډالره اخېستي، خو دوه مخې لوبه يې کړې او امریکايان يې تېر اېستلي دي.

په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو مطالعاتو څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان هغه رنګ چې لازمه ده، پر ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان عمل نه دی کړی او ځکه نو له هېواد دننه او له باندې پرې نيوکې کېږي.

''هغه تنظيمونه چې د خپلو ويناو او يا هم ټوپک او بم له لارې ترهګري خپروي، بايد رياست يې مخه ونيسي. دا خبره په نيشنل ايکشن پلان کې په ډېره واضحه توګه ځای کړل شوې، خو موږ چون په عمومي توګه پر هغې عمل و نه کړای شو، نو په دغه برخه کې د بهرنيانو غوښتنې به څه ومنل شي؟ ضرورت د دې خبرې دی چې د پوځي عملياتو تر څنګ په تحرير او تقرير کې هم د سختدريځه سوچ او کړنو غندنه وشي. که له حکومت سره ادارې نه وي نو جوړې دې يې کړي او که وي نو چې په سمه توګه ترې کار واخلي.''

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، اداره یې ژمنه ده چې افغانستان له هغو ترهګرو پاک کړي چې امريکا او د دې ملګري په نښه کوي.

​دا په داسې حال کې چې امريکا وار د مخه په افغانستان کې او له پاکستان سره د دغه هېواد پر پوله د طالبانو پر اهدافو حملې زياتې کړي دي.

امريکا همداراز په پام کې لري چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له اوسني ۸۵۰۰۰ څخه ۱۴۰۰۰ ته لوړ کړي.

د پېښور پوهنتون استاد، ډاکټر سرفراز خان وايي، د پاکستان او افغانستان د اړيکو رغولو او د ترمنځ يې د باور يوې فضا پيدا کولو لپاره د چين په منځګړتوب وروستيو هڅو نتيجه نه ده ورکړې.

نوموړی د امريکايي ولسمشر تر بيانونو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړيکو ښه کېدو ته هم ډېر هيله من نه دی.

''د پاکستان او افغانستان رياستي اړيکې ښه کېدو پلو نه دي روانې. هغه هڅې چې د يادو دواړو هېوادونو د نیږدې کولو لپاره چين پيل کړې وې، هم کارګرې ثابت نه شوې. او تر کومه چې د امريکا او پاکستان د اړيکو خبره ده، پکار وه چې د شوي زيان د راګرځولو لپاره تدابير نيول شوي وای، خو زه فکر کوم دواړه رياستونه په دغه چاره کې ناکام شوي.''

په واشنګټن کې د پاکستان سفير اعزاز احمد د افغان چارواکو د دې دعوو په ځواب کې چې ګواکې د کابل د شنبې ورځې بريد د پاکستان ملاتړ لرونکيو وسله والو کړی، ويلي چې د دغو حملو لپاره د پاکستان ملامتولو پاليسي نوره د افغانستان او سيمې د امن کولو له چارو سره مرسته نه کوي.

کابل: موټر بم چاودنې ۹۵ تنه وژلي او ۱۵۸ټپیان کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:13 0:00

XS
SM
MD
LG