د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو کسانو سرکاري کمېشن: نومبر کې ۸۱ کسان کورونو ته ستانه شوي دي


پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپاله ګوندونه اکثر په خپلو غونډو او جلسو کې د ورکو کسانو مسله یادوي - انځور له ارشیفه
پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپاله ګوندونه اکثر په خپلو غونډو او جلسو کې د ورکو کسانو مسله یادوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو حکومتي کمېشن په یو تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ز کال په نومبر میاشت کې یې ۱۰۱ کېسونه (قضیې) فیصله کړې دي چې له لارې يې ۸۱ کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

کمېشن د ډېسېمبر پر اوومه پر خپله ووبپاڼه په راپور کې ویلي دي چې له هغو څخه یې یوه قضیه د داسې کس ده چې لا هم بندي دی او ۱۹ کېسونه په جبري ډول د ورکو کسانو په چوکاټ کې نه راتللې.

د ورکو کسانو د قضیو د څېړلو کمېشن د پاکستان د سپریم کورټ په امر جوړ شوی وو. کمېسون وايي، جبري ورک کړل شوي کسان هغه دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارو او یا هم د قانون پلي کوونکو ادارو له قانوني لارو پرته نیولي دي.

کمېشن وايي، هغه کسان په دې چوکاټ کې نه راځي چې د تاوان لپاره تښتول شوي وي، په شخصي تربګنۍ کې ورک شوي وي او یا یې هم خپله ځانونه ورک کړي وي.

په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.

راپور وايي، کمېشن په دې موده کې له ۶،۰۰۰ سېوا قضیې فیصله کړې دي خو له ۲،۲۰۰ زیات کېسونه لا تر اوسه حل شوي نه دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپاله ګوندونه په خپلو غونډو او جلسو کې د ورکو کسانو مسله یادوي. له هغوی سره ډېری وخت د ورکو شویو کسانو د کورنیو غړي هم موجود وي. دوی له حکومته غواړي چې په جبري توګه ورک کړل شوي کسان دې ژرترژره پیدا او کورونو ته یې ستانه کړي.

بل لوري ته د پاکستان پوځ په وار وار ویلي چې په قبایلي ضلعو کې د عملیاتو پر مهال یې یوشمېر کسان د ترهګرو فعالیتونو په تور نیولي، ځینې کسان په خپله خوښه له وسلوالو سره ملګري شوي او کورونو ته نه ستنېږي او کوم کسان چې ورکېدل یې معلوم دی، په عدالتونو کې یې پر ضد مقدمې روانې دي.

د ورکو کسانو د قضیو پلټونکی کمېشن وايي، تر ټولو زیات شکایتونه یې له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او بیا له سینده ترلاسه کړې دي.

خو د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکی سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) او د بشري حقونو خپلواکې ادارې وايي چې د جبري لادرکه کسانو شمېر خورا لوړ دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر نهمه ویلي ول چې په ملک کې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو "ټولې ممکنې هڅې" کوي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد های کورټ کې د حاضرۍ پر مهال د مشر قاضي اطهر من الله مخې ته کړې وې.

XS
SM
MD
LG