د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسکو تر خونړي برید وروسته روسیه کې ملي ویر دی


په مسکو کې یوشمېر ښځې له کروکس تالار سره نېږدې ګلان ږدي، شمعې بلوي او دعا کوي - د مارچ ۲۳مې انځور.
په مسکو کې یوشمېر ښځې له کروکس تالار سره نېږدې ګلان ږدي، شمعې بلوي او دعا کوي - د مارچ ۲۳مې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او نورو چارواکو په غوصه د مسکو د کنسرټونو په تالار کې په خونړي برید کې د هر ډول ککړتیا تور رد کړی دی.

د مارچ پر ۲۲مه د روسیې له پلازمېنې سره نېږدې په کراسنوګورسک کې د وسلوالو په حمله کې لږترلږه ۱۳۳ تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.

د روسیې روغتیا وزارت وايي چې په کروکس سټي هال (د کروکس ښار تالار) کې یې تر برید وروسته ۱۱۵ ټپیان په روغتونونو کې داخل کړي دي.

اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغه برید ذمه واري منلې ده.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه یو ترهګر برید بللی او د مارچ پر ۲۴مه یې ملي ویر اعلان کړی دی.

د مارچ پر ۲۴مه ګڼو خلکو په مسکو کې د برید له ځایه سره نېږدې ګلان کښېښودل او وژل شویو ته یې دعا وکړه.

دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

یو امنیتی سرتېری د مسکو له سرې څلور لارې سره نېږدې تېرېږي - د مارچ ۲۳مې انځور.
یو امنیتی سرتېری د مسکو له سرې څلور لارې سره نېږدې تېرېږي - د مارچ ۲۳مې انځور.

اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د مارچ پر ۲۳مه په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې روسی ولسمشر پوتین پر نورو د خپل مسوولیت پړه د اچولو هڅه کوي.

ده زیاته کړه چې پوتین تر پېښې وروسته پر دې د فکر کولو لپاره غلی وو چې اوکراین څنګه د هغې پېښې لپاره ملامت کړي.

زېلېنسکي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پوتین د مارچ پر ۲۳مه په ثبت شوې وینا کې په برید کې د اوکراین د ککړتیا تور پورې کړ خو د خپلې دعوې ثبوت یې وړاندې نه کړ.

اخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې اډریین واټس په یو بیان کې ویلي دي چې "یوازې داعش" د هغه "برید لپاره مسوول دی او پکې اوکراین په هېڅ ډول ککړ نه وو."

روسي چارواکي وايي چې تر برید وروسته یې د څلورو مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۱ تنه نیولي دي.

خو د روسیې د استخباراتو وفاقي ادارې (اېف اېس بي) لا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

کروکس تالار د کنسرټونو لپاره مشهور دی او ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۲مه پکې د پېکنېک په نوم د پخواني شوروي اتحاد د وخت د موسیقۍ د یوې ډلې (بینډ) غړي خپل هنر وښيي.

په روسیه کې هغه حمله تر ولسمشریزو انتخاباتو څلور ورځې وروسته شوی دی. پوتین په انتخاباتو کې د پینځم ځل لپاره بریالی اعلان شو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویاندې په ګډون امریکا، فرانسې، اېټالیا، ترکیې، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه برید غندلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG