د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویلادیمیر پوتين د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي


د ویلادیمیر پوتين يو مخکنی تصویر
د ویلادیمیر پوتين يو مخکنی تصویر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په انتخاباتو کې د پینځمې دورې لپاره په درانه اکثریت د بریالي کېدو ادعا کړې ده.

دا انتخابات تر سخت کنټرول لاندې په داسې حال کې وشول چې پوتین غواړي له دې لارې پر اوکراین د یرغل په اړه خپل ملاتړ وښیې.

د روسیې د انتخاباتو کمېشن ویلي دي، چې د مارچ له ۱۵ مې تر ۱۷ مې په شویو هغو ټاکنو کې۷۰ سلنه خلکو خپلې رایې وکارولې. د کمېشن په خبره په دغو رايو کې پوتین څه د پاسه ۸۷ سلنه رایې اخیستي دي.

په انتخاباتو کې د پوتین مقابله د دریو امیدوارانو سره وه چې په عامو خلکو کې ډير پیژندلې څېرې نه وې. په انتخاباتو کې د بریا تر اعلان وروسته ۷۱ کلن پوتین وویل، دې ټاکنو وښودله چې ټول قام متحد دی.

ازادو څارونکو ته د انتخاباتو د څار اجازه نه وه ورکړل شوې او امریکا هم ویلي چې دا انتخابات شفاف او خپلواکه نه ول.

پوتین له ۲۰۰۰ز کال راهیسې پر روسیه واکمن دی چې پکې هغه ځینې وخت ولسمشر جوړ شي او ځینې وخت وزیراعظم .

داسې ښکاري چې نوموړی به د پخواني شوروي اتحاد د مشر جوزف سټالن نه هم زیاتې مودې لپاره واکمن پاتې شي. سټالن نېږدې ۳۰ کاله د شوري اتحاد ټولواکه مشر پاتې شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG