اسلامي دولت یا داعش وسله وال د عراق او شام له ځینو ښارونو د کورنیو او نړیوالو سرتېرو لخوا پر شا تمبول شوي دي. دا چې په دغه ښارونو کې له دغې ډلې کوم شیان پاتې شوي په دې انځورونو کې يې کتلی شئ.
په عراق او شام کې د داعش ډلې پاتې شوي وسلې

۱
عراقي عسکر په موصل کې د هغه موټر د څېړنې پرمهال چې د داعش ډلې لخوا د انتحاري حملې لپاره چمتو شوی و.

۲
یوه عراقي عسکر له موصل څخه یوه توره لاسته راوړې ده، داعش له دغه تورو څخه د بندیانو د وژلو لپاره استفاده کوله.

۳
د عراق په فلوجه کې د داعش د وسلو فابریکه، داعش په دغه ځای کې وسلې تولیدولې او تر خپل کنټرول لاندې نورو سیمو ته یې استولې

۴
د داعش لخوا جوړ شوی راکټ انداز چې د عراق په شمال کې د عراقي سرتېرو لخوا نیول شوی دی.