اسلامي دولت یا داعش وسله وال د عراق او شام له ځینو ښارونو د کورنیو او نړیوالو سرتېرو لخوا پر شا تمبول شوي دي. دا چې په دغه ښارونو کې له دغې ډلې کوم شیان پاتې شوي په دې انځورونو کې يې کتلی شئ.
په عراق او شام کې د داعش ډلې پاتې شوي وسلې
۵
عراقي عسکر د یوې طیارې د انتقال پرمهال چې د داعش له شاتګ وروسته په موصل کې پاتې شوې ده.
۶
د داعش بې پیلوټه طیاره چې دغه ډلې له دې ډول طیارو څخه پر ګډو ائتلافي ځواکونو په حملو کې استفاده کول.
۷
د عراق فلوجه کې په یوه ښوونځي کې له داعش څخه پاتي شوي چاودېدنکي مواد.
۸
یو عراقي سرتېری د عراق شمال کې پر یوه ډبره د داعش د رسم شوي بیرغ څخه د تېرېدو پرمهال.