د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وايي ایراني چارواکي له خپل ولسه په وېره کې دي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مايک والټڅ د جنورۍ پر ۱۵مه د امنيت شورا غونډې ته وينا کوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مايک والټڅ د جنورۍ پر ۱۵مه د امنيت شورا غونډې ته وينا کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر تور پورې کړی دی چې ایراني چارواکي له خپل ولسه "په وېره" کې دي.

مایک والټڅ د جنورۍ پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بيړنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، امریکا په ایران کې له مظاهرچیانو سره ولاړه ده او دا چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ "تشې خبرې" نه کوي بلکې "عملي سړی" دی.

د ايران په اړه د امنيت شورا غونډه د امريکا پر غوښتنه وربلل شوې وه.

والټڅ غونډې ته وويل چې ټرمپ څرګنده کړې ده چې د وژنو درولو لپاره ټولې لارې چارې کارول کېدای شي: "ولسمشر ټرمپ د عمل سړی دی، هغه داسې بې پایه خبرې نه کوي لکه موږ چې یې دلته په ملګرو ملتونو کې وینو."

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي ول چې هېواد یې له امريکا سره "خبرو اترو او جګړې دواړو ته چمتو" دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر دا هم ویلي دي چې د ایرانیو چارواکو دا خبره بې ځایه ده چې هلته د مظاهرو تر شا "بهرني لاسونه" دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې ایرانیو چارواکو په بیا بیا تور پورې کړی دی چې بهرنیان په هغه هېواد کې ګډوډۍ ته لمن وي.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د جنورۍ پر ۱۱مه په ټېلېوېژني وینا کې د ناکرارۍ پړه په "بهرنیانو پورې پر تړلو ترهګرو" واچوله، او امریکا او اسراییل یې په هېواد کې د "ګډوډۍ او بېنظمۍ زېږولو" په هڅه تورن کړل.

په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د څار یوې خپلواکې امریکا مېشتې ادارې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۴مه د کره او تایید شویو معلوماتو له مخې، په په ايران کې په روانو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲،۴۰۳ ته رسېدلی او تر ۱۸،۰۰۰ زیات نیول شوي هم دي.

خو د یادې ادارې په ګډون ځینې نورې سرچینې وایي چې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر ښايي له دې هم څو چنده زیات وي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ادارو او سرچینو ارقام نه شي تاییدولای.

XS
SM
MD
LG