د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واګنر ملېشې مشر ښايي د الوتکې پرېوتو پېښه کې وژل شوی وي


اېوګېني پرېګوژېن د اګست پر ۲۱مه د واګنر ملېشې اقداماتو په اړه ویډیويي بیان خپور کړی وو.
اېوګېني پرېګوژېن د اګست پر ۲۱مه د واګنر ملېشې اقداماتو په اړه ویډیويي بیان خپور کړی وو.

داسې باور دی چې د واګنر په نوم د روسیې د اجیرو وسلوالو ملېشې مشر اېوګېني پرېګوژېن ښايي د پلازمېنې مسکو په شمال کې د الوتکې پرېوتو پېښه کې وژل شوی دی.

پرېګوژېن د اواکراین په جګړه کې د رول لوبولو په سر یو مهم شخصیت شو خو په جون کې یې د بغاوت هڅې په کولو کرېملېن لړزولی وو د ملېشې غړي یې د مسکو پر لوري خوځېدلي ول.

د روسیې د بیړنیو چارو وزارت ویلي دي چې د واګنر ملېشې یوه شخصي جېټ الوتکه چې پکې د عملې درې غړو په ګډون ۱۰ کسان سپاره ول د اګست پر ۲۳مه د توېر سیمې په کوژېنکینو کې پرېوتې ده. الوتکه له مسکو څخه سېنټ پیټرزبرګ ته روانه وه چې د پېښې ښکار شوه.

د پرېګوژېن نوم هم د مساپرو په نوملړ کې شامل وو خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا نوموړی هم په الوتکه کې ناست وو او که نه؟

د فلایټراډار۲۴ په نوم د پروازونو د څار ووبپاڼه ښيي چې د برازیل جوړه اېمبرایر ۶۰۰ الوتکه چې له واګنر سره ثبت شوې، د اګست ۲۳مې پر ماښام له راډاره ورکه شوه.

چارواکو لا د الوتکې د پرېوتو لامل په اړه تبصره نه ده کړې خو د روسیې د هوايي ټرانسپورټ وفاقي یا فېډرالي ادارې (روساوېیاڅیا) ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۳مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د لومړنیو راپورونو له مخې په الوتکه کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.

ګرې زون چینل پر ټېلېګرام دا انځور خپور کړی دی چې پکې د واګنر ډلې پرېوتې الوتکه ښکاري چې ورباندې لمبې بلې دي - د اګست ۲۳مې انځور.
ګرې زون چینل پر ټېلېګرام دا انځور خپور کړی دی چې پکې د واګنر ډلې پرېوتې الوتکه ښکاري چې ورباندې لمبې بلې دي - د اګست ۲۳مې انځور.

د هوایي چلند ادارې د هوایي ډګر په حواله وویل چې د پرېګوژېن تر څنګ د واګنر بل مهم قوماندان دېمېتري اوتکین هم د الوتکې د اووه مساپرانو په نوملړ (لېسټ) کې شامل دی.

د هوايي چلند ادارې ویلي، په الوتکه کې دوه پیلوټان او د الوتکې یو ساتونکی هم سپاره ول.

کرېملېن او د روسیې د دفاع وزارت لا په پېښه کې د پرېګوژېن مړینه نه ده تایید کړې خو پر ټېلېګرام له واګنر ملېشې سره تړلي یو چینل ویلي دي چې هغه وژل شوی دی.

ګرې زون چینل، پرېګوژېن یو "اتل او وطنپال" بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د "ناپېژندلیو کسانو په لاس" چې هغه یې "د روسیې غداران" بللي، "وژل شوی" دی.

په همدې حال کې د روسیې د هوايي چلند ادارې په بیان کې ویلي دي چې د روساوېیاڅیا یو کمېشن د پېښې په ځای کې لومړني عملیات پیل کړي او "د عملې د روزنې، د الوتکې د تخنیکي حالت، د الوتنې په لاره کې د هوا پېژندنې د وضعیت، د الوتکې د پورته کېدو لپاره د چمتووالي د چارو او د ځمکنۍ راډیو د تجهیزاتو په اړه حقیقي مواد او شواهد" ټولوي.

غبرګونونه

امریکايي ولسمشر جو بایډن د الوتکې تر پرېوتو وروسته وویل چې "حیران نه دی" چې پرېګوژېن ښايي د الوتکې پرېوتو په پېښه کې وژل شوی وي.

بایډن په نېواډا ایالت کې خبریالانو ته وویل، "زه واقعاً نه پوهېږم چې څه پېښ شوي، خو زه حیران نه یم."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ګڼي چې په پېښه کې ښايي د ولسمشر پوتین لاس وي، نو هغه وویل، "په روسیه کې داسې ډېر څه نه پېښېږي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پکې لاس و نه لري، خو زه دومره نه پوهېږم چې اوس ځواب ولرم."

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم برنز په جولای کې ویلي ول چې پوتین ښايي له پرېګوژېنه غچ واخلي.

د بېلاروس د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا ویلي دي چې مېنسک به د پرېګوژېن "تشه احساس نه کړي."

هغې پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې پرېګوژېن "قاتل" بللی دی او زیاته کړې یې ده چې "خلک به یې په همدې نوم په یاد ولري."

پرېګوژېن څوک وو؟

پرېګوژېن چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نېږدې ملګری وو، د هغه د واکمنۍ په وړاندې یې د جون پر ۲۴ د لنډمهاله وسلوال پاڅون مشري وکړه چې په ترڅ کې یې د واګنر ولسوالو د هېواد جنوبي ښار روستوف ان دان ونیوه.

نوموړي هغه مهال د پوتین پرضد هېڅ نه ول ویلي خو د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې په نومونو یاد کړي ول او ویلي یې ول چې د ملېشې غړي یې د درغلۍ پرضد مسکو ته ځي.

د واګنر یوشمېر غړي د مسکو پر لوري روان ول او له پلازمېنې څخه ۲۰۰ کېلومیټره لیرې تم شول.

د هغه وسلوال پاڅون پر مهال د روسیې یوه پوځي الوتکه ویشتل شوې وه او په ټولیز ډول د روسیې د هوايي ځواک ۱۳ غړي ووژل شول.

دا د پوتین د دوو لسیزو واکمنۍ پر مهال د هغه پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه وه.

پرېګوژېن هغه مهال نه وو نیول شوی خو پوتین د هغه اقدام "له شا څخه د چړې ګوزار" منلی وو او ویلي یې ول چې "غداران به هرومرو" سزا ویني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG