د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين په بخموت کې يو امریکایي رضاکار وژل شوی دی


اوکرایني پوځیان له بخموت سره نېزدې له روسيو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي ـ د مې ۱۵مې انځور
اوکرایني پوځیان له بخموت سره نېزدې له روسيو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي ـ د مې ۱۵مې انځور

د روسیې ملاتړ لرونکې واګنر اجیري ډلې مشر وايي چې د امريکا يو رضاکار له اوکراينيو سرتېرو سره د ملګرتيا پر وخت په جګړه کې وژل شوی دی.

د مې پر ۱۶مه، د روسیې نظامي بلاګرانو لخوا خپره شوې يوه ويډيو کې یېوګېني پریګوژین په بخموت کې د يو سړي جسد ښيي او وايي چې د یوې وېشتل شوې ودانۍ په پاتې شونو کې پروت مړی د امريکايي وګړي دی.

د امريکايي ټېلېويژن سي اېن اېن راپور ترمخه، وژل شوی نيکولس مېمر نومېده چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری وو او په اوکراين کې د روسیې پر ضد په رضاکارانه توګه جنګېده.

په همدې حال کې امريکايي چارواکو ويلي چې اوکراين ته ورکړل شوی د پېټرياټ ميزايلو دفاعي سيسټم يو څه زيانمن شوی، خو په بشپړ ډول ویجاړ شوی نه دی.

یو امريکايي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې واشنګټن او کييف وار دمخه د دې سيسټم د ترميم لپاره پر لارو چارو غږېږي.

د امریکا دا سیسټم د روسیې د هوايي بريدونو پر شا کولو لپاره مهم ګڼل کېږي چې د اوکراين په ختيځ کې د جګړې پر وخت په ګټور ډول استعمال شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG