د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په بخموت کې د بریا ترلاسه کولو دعوه کړې ده


واګنر ملېشې د مې پر ۲۰مه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې د بخموت کنټرول ترلاسه کولو دعوه کړې ده. دا انځور له هم هغې ویډیو اخیستل شوی.
واګنر ملېشې د مې پر ۲۰مه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې د بخموت کنټرول ترلاسه کولو دعوه کړې ده. دا انځور له هم هغې ویډیو اخیستل شوی.

روسیې د اوکراین په بخموت کې د بریا ترلاسه کولو دعوه کړې ده خو اوکرایني چارواکي وايي، په هغه ختیز ښار کې جګړه دوام لري.

د روسیې د دفاع وزارت او واګنر ملېشې مشر دا دعوه د مې پر ۲۰مه تر هغې وروسته کړې چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د مبارکۍ بیان خپور کړ.

واګنر ملېشې د مې پر ۲۰مه یوه ویډیو هم خپره کړه چې پکې یې وسلوال د روسیې بیرغ رپوي. د هغې ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن په ویډیو کې د بخموت د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو دعوه کړې ده خو خپلواکه سرچینو لا دا نه ده تایید کړې چې ایا په ویډیو کې ښوول شوی ښار واقعي بخموت دی او که نه؟

البته اوکراینیو قومندانانو سمدستي د روسیې اعلانونه رد کړل او د ځمکني پوځ قومندان ټینګار وکړ چې په ښار کې لا هم جګړه روانه ده.

هلته د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د مې پر ۲۱مه د جاپان سفر پر مهال په وینا کې ظاهراً داسې تاثر ورکړ چې ګواکې بخموت یې د ځواکونو له لاسه وتلی دی خو وروسته یې مطبوعاتي دفتر وویل چې د هغه څرګندونې ناسمې تشرېح شوې دي.

د هغه دفتر په بیان کې ویلي دي چې زېلېنسکي په اصل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بخموت ښار روسیې نیولی او که نه؟ ویلي دي چې "زما په اند، نه."

نوموړي په عین وخت کې د مې پر ۲۱مه جاپان په هېروشیما کې د نړۍ د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) د سرمشریزې پر مهال له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره لیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG