د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د شام زلزله ځپلو ته د مرستو پر نه رسېدو خواشیني ښوولې ده


د شام په حلب کې يو ماشوم په زلزله کې د وران شوي ښوونځي په ويجاړيوو کې خپل کتاب پيدا کړی
د شام په حلب کې يو ماشوم په زلزله کې د وران شوي ښوونځي په ويجاړيوو کې خپل کتاب پيدا کړی

ملګرو ملتونو د سوریې (شام) د جګړه ځپلو سیمو لپاره د شدیدو اړینو مرستو پر نه رسېدو خواشیني ښوولې ده.

هغې ادارې خبرداری ورکړی دی چې په هغه هېواد او ترکیې کې د زلزلې له کبله چې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰،۰۰۰ ته رسېدلی دی، ښايي تر دې لږترلږه دوه چنده لوړ شي.

په داسې حال کې چې د سوریې شمال غربي سیمو ته له ترکیې څخه د اړینو مرستو کاروان رسېدلی دی، خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه چارو مشر مارټېن ګرېفېتس د فبرورۍ پر ۱۲مه وویل، هغو مېلیونونو خلکو ته د لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده چې کورونه یې ړنګ شوي دي.

سوریې یا شام ته د مرستو رسېدلو بهیر ورو دی. هلته د کلونو شخړې روغتیايي نظام خراب کړی دی او د هېواد یوشمېر سیمې د هغو یاغیانو تر واک لاندې دي چې د حکومت پرضد جنګېږي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ پر ۱۱مه په سمدستي ډول د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالو څخه د ۴۲،۸ مېلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده.

هغې ادارې ویلي دي چې زلزلې په ترکیه کې ۱۵ او په شام کې یې ۱۱ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG