د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام: هند پاکستان ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته ووت

د پاکستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبډلې غړی د هند پر وړاندې د توپوهنې لپاره میدان ته روان دی - انځور له ارشیفه.
د پاکستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبډلې غړی د هند پر وړاندې د توپوهنې لپاره میدان ته روان دی - انځور له ارشیفه.

هند د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام نيمه په سیالۍ کې پاکستان ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې (سیمي فاینل) ته رسېدلی او له افغانستان سره به سیالي کوي.

هند د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د زېمبابوې په بولاویوو کې د پاکستان پر وړاندې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ۵۰م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۲۵۲ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کې په ۱۹۵ منډو وسوځېده او سیالي یې په ۵۸ منډو وبایلله.

ټاکل شوې چې د ۱۹ کلنو د یو ورځني نړیوال جام لومړۍ پایلوبه د فبرورۍ پر درېیمه د انګلستان (انګلینډ) او اسټرالیا او دویم سیمي فاینل د فبرورۍ پر څلورمه د هند او افغانستان ترمینځ وشي.

د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.

د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.

XS
SM
MD
LG