د خیبر پښتونخوا په بنو کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې یو ماشوم وژل شوی او څلور تنه ټپي شوي دي.
د بنو پولیسو د ډېسېمبر پر شپږمه خبریالانو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې وسلوالو دا ډزې د ډېسېمبر پر پنځمه شپې مهال میرلي ته پر روانو هغو موټرو کړې دي چې په اسلام اباد کې د مړ شوي ټېکدار بادشاه خان میر خان مړی یې لېږدولو.
د پولیسو په وینا، په بکاخېلو کې شوې دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور تنه نور ټپي شوي دي.
په سملاسي ډول معلومه شوې نه ده چې دا د ترهګرۍ که د شخصي دښمنۍ پېښه ده. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې. پولیس وايي د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې او پلټنې کوي.