د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو شيخ رشيد نیولی او فواد چودري په ضمانت خوشې شوی دی


له ښي خوا لومړی فواد چودري او بیا ورپسې شیخ رشید ناست دي او خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
له ښي خوا لومړی فواد چودري او بیا ورپسې شیخ رشید ناست دي او خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

پولیسو د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد نیولی دی او د اطلاعاتو پخوانی وزیر فواد چودري د عدالت په ضمانت خوشې شوی دی.

شیخ رشید د فبرورۍ پر دویمه نیمه شپه تر ګرفتارۍ څو ساعته وروسته له رسنيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پولیسو ورسره "ناسم چلند او ظلم" کړی دی.

هغه زیاته کړه چې پولیس په "توره تیاره کې کور" ته ورغلل، "دروازې یې ماتې" کړې او د ده "ملازمين یې ووهل."

رشيد د عوامي مسلم ليګ په نوم د سياسي ګوند مشر دی چې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ په تېر وفاقي حکومت ورګډ وو او د کورنیو چارو د وزیر په توګه یې دنده ترسره کړې وه.

پر نوموړي تور دی چې پر پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند پر شریک مشر اصف علي زرداري یې تور پورې کړی دی چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د وژنې دسیسه یې جوړه کړې ده.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د فبرورۍ پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې د شيخ رشيد د نیولو "سخته غندنه" کړې ده.

تر دې مخکې د اسلام اباد پوليسو د جنورۍ پر ۳۱مه پر ټوېټر په بیان کې وويل چې شيخ رشيد ته "اخري موقع" ورکوي چې پولیسو ته حاضر شي. په بیان کې راغلي ول چې نوموړی په پلټنو کې له پولیسو سره "همکاري" نه کوي او په یوه "غیر مستقیم پیغام" کې پر اصف زرداري له "تورونو په شا شوی" دی.

بیان زیاتوي چې د اسلام اباد د ابپارې تاڼې پلټونکي افسر رشید ته د فبرورۍ د لومړۍ نېټې تر مازیګر څلور بجو پورې پولیسو ته د حاضرېدو وخت ورکړی دی او که هغه دا کار و نه کړ، نو بیا به یې پرضد "قانوني اقدام" کوي.

تر دې مخکې د راجا عنايت په نوم يو کس له پولیسو سره په دایر کړي رپورټ کې دعوه کړې ده چې رشید پر زرداري تور پورې کړی دی چې د عمران د وژنې سازش یې جوړ کړی دی. خو رشید دا دعوه ناسمه بللې وه.

د اسلام اباد پولیسو د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د شپې ناوخته پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې عدالت د شیخ رشید د ګرفتارۍ په اړه د قانوني چارو لوړپوړي افسر ته د ورحاضرېدو امر کړی دی.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې اوس قضیه په عدالت کې ده نو ځکه یې څوک باید په اړه "نظرونه ور نه کړي."

بیان زیاتوي چې د "عدالت امر واضح" دی او خلک دې "واقعیتونه ناسم نه وړاندې کوي."

په همدې حال کې د پاکستان تحريک انصاف مخکښ او د اطلاعاتو او خپرونو چارو پخوانی وزیر فواد چودري په ضمانت خوشې شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د راولپېنډۍ د اډيالې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته رسنیو ته وويل چې "لا هم پر خپلو خبرو ولاړ" دی.

چودري وويل چې د پاکستان د بحران يوازينی حل دا دی چې تر وخت مخکې انتخابات وشي او اقتدار منتخب حکومت ته وسپارل شي.

تر دې مخکې د اسلام اباد ایډيشنل سېشن جج د فواد چودري ضمانت منظور کړ. خو بل ایډيشنل سېشن جج فیضان حیدر ګېلاني وويل چې فواد چودري به بيا داسې بيان نه ورکوي.

پولیسو د پاکستان پخوانی وفاقي وزیر فواد چودري د جنورۍ پر ۲۵مه نیمه شپه په لاهور کې له خپل کوره ګرفتار کړی وو.

هغه مهال د اسلام اباد پوليسو ويلي ول چې د هغه پر ضد يې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د سېکرټر عمر حميد په غوښتنه په کوهسار تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

پوليسو د جنورۍ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي ول چې پر فواد چودري تور دی چې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او غړي یې د خپلو قانوني دندو له ادا کولو څخه د منع کولو لپاره "وېرولي او ورته یې دړکې ورکړې" دي. خو نوموړی له دې توره انکار کوي او وايي، یوازې یې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کړې وه.

البته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي، خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د روان کال په مني کې پر خپل ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG