د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له سعودي عرب سره د ستراتيژيکو اقتصادي همکاريو تړون لاسليک کړ

ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۳مه په رياض کې له محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ.
ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۳مه په رياض کې له محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د ستراتیژیکو اقتصادي همکاريو تړون لاسليک کړی دی.

سپینې ماڼۍ په يو خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د مې پر ۱۳مه په رياض کې د انرژۍ، کانونو او دفاع په برخو کې تړونونه لاسليک شول.

بيان زياتوي چې سعودي عرب په امريکا کې د ۶۰۰ مېليارده (اربه) ډالرو پانګونه کوي. په دې کې د دفاع تړون تر ټولو لوی دی چې نېږدې ۱۴۲ اربه ډالر ارزښت لري.

دا تر هغه وروسته ده چې ډانلډ ټرمپ د منځني ختيځ په څلور ورځني سفر د مې پر ۱۳مه سعودي عرب ته ورسېد او هلته يې له محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ.

محمد بن سلمان لومړی د رياض په هوايي ډګر کې د يو لړ مراسمو پر مهال د ټرمپ هرکلی وکړ او وروسته دواړو مشرانو د ریاض په هوايي ډګر کې په یوه تالار کې ملاقات وکړ.

پر دې مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د امريکا د حکومتولۍ د اغېزمنتوب ادارې مشر ايلن مسک تر څنګ ځينې نور امريکايي چارواکي او يو شمېر سعودي وزيران او چارواکي موجود ول.

پر اېلن مسک سربېره د امريکا ځينې نور لوی سوداګر هم سعودي عرب ته تللي دي.

ټرمپ به د خپل دې سفر په مهال، د سعودي د پانګونې په نړيواله غونډه کې هم ګډون وکړي.

په دې سفر کې د عرب چارواکو سره د هغه د خبرو په اېجنډا کې د ایران اټومي پروګرام، د غزې د جګړې د پای ته رسولو هڅې او د تېلو د بیو کنټرول هم ښوول شوی دی.

د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح د مې پر ۱۳مه وویل: "کله چې سعودي او امریکایان لاسونه یو کړي، ډېر ښه شیان پېښېږي، اکثره وخت تر ښه هم زیات ښه پېښېږي."

په دويم ځل د امریکا له ولسمشر ټاکل کېدو وروسته دا د ډانلډ ټرمپ لومړنی بهرنی سفر دی چې سعودي عرب ته یې کوي.

نوموړي په ۲۰۱۷ز کال کې هم خپل لومړی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کړی وو.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ټرمپ د سفر لپاره سعودي ځکه غوره کړه چې دغه هېواد په امریکا کې د لویو پانګونو ژمنې کړې وې.

سعودي عرب د تېلو د توليدوونکو او صادروونکو هېوادونو د سازمان "اوپېک پلس" د یو مخکښ غړي په توګه، د تېلو تولید زیات کړی، چې ورسره به د انرژۍ بیې ټیټې شي، هغه څه چې ټرمپ د امریکایانو لپاره ګټور بللي او ګومان کوي چې دا به د روسیې او اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې هم مرسته وکړي.

ټرمپ به د خپل سفر په ترڅ کې له سعودي، قطر او متحده عربي اماراتو سره په مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ او د وسلو د پلور په اړه تړونونه اعلان کړي.

اسوشيېټېډ پرېس وايي، سعودي عرب له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو په اړه غواړي چې لومړی امریکا د فلسطین د دولت جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي.

اژانس د اټلانټیک شورا د شنونکي ویلیم وېچلر له خولې ویلي چې په خپل لومړني بهرني سفر کې به اسراییل ته د ټرمپ نه ورتګ د دې نخښه وي چې اوس مهال خليجي هېوادونه د ټرمپ د ادارې لپاره د اسراییلو پرتله نېږدې متحدین دي.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    ګل ایاز

    ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ. 

XS
SM
MD
LG