د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي له نوی امریکايي ولسمشر هیله ښودلې


د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، هیله من دې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به داعش ضد جګړې او د ایران په ګډون په نړی کې د امریکا اغیز بیا پرځای کولو لپاره کار وکړي.

عادل جبیر د دوشنبې په ورځ په پيریس کې خبریالانو ته وویل، د امریکا راتلونکې انتظامیې په اړه ښه امیدونه لري او سعودي عرب له امریکا سره په هغو ټولو برخو کې کار کولو ته تیار دی چې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي.

نوموړي زیاته کړه، سعودي عرب د داعش ماتې او پر ایران د امریکا فشار غواړيځکه چې د دغه هېواد د ناسمو پالیسیانو له وجې سیمې ته زیان رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG