د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي د ايران چارواکو د جوړ جاړي لپاره څو ځلې ټېلېفون ورته کړی دی

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مظاهرچیانو د وژلو پرسر د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی وو. (انځور: ارشیف)
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مظاهرچیانو د وژلو پرسر د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی وو. (انځور: ارشیف)

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د ايران چارواکو ورته څو ځلې ټېلېفونونه کړي او غواړي چې یو جوړجاړی وکړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۶مه له اکسیوس ووبپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې دوی له ایران سره نېږدې په منځني ختيز کې یوه لویه جنګي بېړۍ لري.

خو ولسمشر ټرمپ په دې خبرو اترو کې د ایران په اړه د هغه د ملي امنیت ټیم لخوا د وړاندې شویو انتخابونو په حواله، له بحث کولو ډډه وکړه.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د امریکايي چارواکو په وینا، ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې په ایران کې د زرګونو لاریون کوونکو تر وژل کېدو وروسته په ایران کې دننه پر اهدافو د بریدونو امر ورکولو ته نېږدې شوی وو، خو وروسته یې دا پرېکړه وځنډوله او په ورته وخت کې یې په سیمه کې د امریکا د پوځي موجودګۍ د پیاوړتیا امر وکړ.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د برید انتخاب لاهم پر ځای دی.

په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۶،۰۰۰ د زياتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.

XS
SM
MD
LG