پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) وايي، پر خنډونو او ستونزو سربېره د خپل بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې جلسه کوي.
هغه ګوند پر اېکس (ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ ۱۱مې جلسې ته د تحریک انصاف مخکښ مشران او د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی ورغلی دی.
اپرېدی د جنورۍ پر نهمه د جلسې د تیاري لپاره کراچۍ او بیا حیدراباد ته تللی وو. نوموړی تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۶مه د خان د خوشې کولو په موخه د احتجاجي غورځنګ په لړ کې لاهور ته تللی وو.
تحریک انصاف د جنورۍ پر ۱۱مه په یو بل بیان کې تور پورې کړی چې د سیند حکومت یې د جلسې د مخنیوي هڅې کړې دي خو زیاتوي چې پر دې سربېره د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح پر مزار احتجاجي غونډه کوي.
د سیند حکومت د پي ټي ای تور رد کړی او وايي، ګوند ته یې د جلسې اجازه ورکړې ده.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د مشر یا سینییر وزیر شرجیل انعام مېمن له خولې ویلي دي چې حکومت یې د تحریک انصاف د جلسې لپاره امنیتي پلان هم جوړ کړی دی.
هغه دعوه وکړه چې پي ټي ای "بدبختانه پر پلان عمل نه کوي" او پلویان یې باید یوازې پر هغو لارو د جلسې ځای ته ورشي چې حکومت ورته ځانګړې کړې دي.
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت، چې په سیند کې واکمن پیپلز ګوند یې برخه دی، پي ټي ای په ملک کې د ګډوډۍ په پیدا کولو تورنوي خو هغه ګوند وايي، د "واقعي جمهوریت" لپاره هڅې کوي.
پاکستان تحریک انصاف خپل احتجاجي غورځنګ تر هغې وروسته د خپل مشر عمران خان په لارښوونه پیل کړ چې د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې نوموړي او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.
د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز ویلي ول چې د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.
د عمران خان د خوشې کولو لپاره د پيل شوي غورځنګ لومړۍ جلسه د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې او دویمه هغه یې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کواټ (کوهاټ) کې شوې وه.
خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر هم کړی دی.