د ۲۰ اووره کرکټ د نړيوال جام د دويم يا اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د هند ملي لوبډلې زېمبابوې ته د ۲۵۷ منډو هدف ورکړی دی.
د فبرورۍ پر ۲۶مه دويمه سیالي د هند او زېمبابوې ترمينځ د چېنای په لوبغالي کې د سیالۍ پچه زېمبابوې وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
هند په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۲۵۶ منډې وکړې. ابیشېک شرما ۵۵، هردېک پانډیا ۵۰ او تېلک ورما ۴۴ منډې وکړې.
تر دې مخکې جنوبي افریقا د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.
په دويم پړاو سياليو کې هغو څلورواړو لوبډلو تر اوسه يوه، يوه سيالي کړې ده چې جنوبي افريقا او وېسټ انډيز خپلې هغه ګټلې دي او دوه، دوه پواینټونه یا نومرې يې تر لاسه کړې دي، خو هند او زېمبابوې بيا خپلې سيالۍ بايللي او هېڅ پواينټ نه لري.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د نیو زیلینډ لوبډلې سري لنکا ته په ۶۱ منډو ماتې ورکړه. د کولمبو په لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) نیو زیلینډ وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې.
په ځواب کې سري لنکایۍ لوبډلې د اتو وېکټو په زیان ۱۰۷ منډې وکړای شوې.
اخوا د فبرورۍ پر ۲۷مه انګلينډ (انګلستان) له نيو زيلينډ سره سيالي لري.
دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.
په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.
په دې پړاو کې هره لوبډله درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو څخه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وځي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.