د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن سري لنکا او نيو زيلينډ يو بل ته مخامخېږي

د نيو زيلينډ توپوهونکي په ۲۰ اووره نړيوال جام کې د کاناډا خلاف لوبه کوي ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور
د نيو زيلينډ توپوهونکي په ۲۰ اووره نړيوال جام کې د کاناډا خلاف لوبه کوي ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور

د ۲۰ اووره کرکټ د نړيوال جام د دويم يا اتو غوره لوبډلو په پړاو کې سري لنکا له نيو زيلينډ سره سيالي لري.

ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر ۲۵مه دا لوبه د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمې او د کابل پر شپږ بجې پیل شي.

تر دې دمه په دويم پړاو کې سري لنکا يوه لوبه کړې او له انګلستان (انګلينډ) څخه يې ماتې خوړلې ده.

بلخوا د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستان او نيو زيلينډ تر مينځ لوبه د باران له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو يوه، يوه درجه تر لاسه کړې ده.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۴مه انګلينډ پاکستان ته په دوو وېکټو په ماتې ورکولو سره د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لاره وموندله.

اخوا د فبرورۍ پر ۲۶مه جنوبي افريقا له ويسټ انډيز او هند له زېمبابوې سره سيالي لري.

په دويم پړاو سياليو کې دغو څلورو واړو لوبډلو يوه، يوه سيالي کړې ده چې جنوبي افريقا او ويسټ انډيز خپلې سيالۍ ګټلي او دوې، دوې درجې يې تر لاسه کړې دي، خو هند او زېمبابوې بيا خپلې سيالۍ بايللي او هېڅ درجه (پواينټ) نه لري.

دا د دویم پړاو یا اتو غوره لوبډلو ترمينځ روانې لوبې دي. دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.

هره لوبډله به درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو به د سر دوې لوبډلې نیمو پای لوبو یا سیمي فاینل ته وځي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG