د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: جنوبي افريقا وېسټ انډيز ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه

د جنوبي افريقا لوبغاړی ريکلټن د جنورۍ پر ۲۶مه د وېسټ انډيز خلاف توپوهنه کوي ـ انځور له ارشيفه
د جنوبي افريقا لوبغاړی ريکلټن د جنورۍ پر ۲۶مه د وېسټ انډيز خلاف توپوهنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د ۲۰ اووره کرکټ د نړيوال جام د دويم يا اتو غوره لوبډلو په پړاو کې جنوبي افريقا وېسټ انډيز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر ۲۶مه د هند د احمد اباد په لوبغالي کې د وېسټ انډيز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د جنوبي افريقا لوبډلې په ۱۷م اوور کې يوازې د يو لوبغاړي په سوځېدو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د دې لوبې تر کتلو وروسته جنوبي افريقا د اتلولۍ نيمه پايلوبې ته لاره وموندله.

تر دې وړاندې د انګلينډ (انګلستان) لوبډلې هم د روان ۲۰ اووره نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لاره موندلې ده.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۵مه د نیو زیلینډ لوبډلې سري لنکا ته په ۶۱ منډو ماتې ورکړه. د کولمبو په لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) نیو زیلینډ وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې.

په ځواب کې سري لنکایۍ لوبډلې د اتو وېکټو په زیان ۱۰۷ منډې وکړای شوې.

اخوا د فبرورۍ پر ۲۷مه انګلينډ (انګلستان) له نيو زيلينډ سره سيالي لري.

دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.

په دې پړاو کې هره لوبډله درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو څخه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وځي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG