د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم باغ اېف سي کیمپ کې په نښته کې ۲ سرتېري او ۲ وسلوال وژل شوي دي


په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیات کوي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیات کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ د وسلوالو تر برید وروسته هلته نښته روانه ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې په نښته کې دوه وسلوال او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي او درې سرتېري ژوبل دي.

په بیان کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو وسلوال د کیمپ ودانۍ یو ګوټ ته محدود کړي دي او سرتېري هڅه کوي چې پاتې وسلوال ژوندي ونیسي.

پوځ دا نه دي ویلي چې د اېف سي کیمپ ته څومره وسلوال داخل شوي دي.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې پر هغې ودانۍ د برید ذمه واري نه ده منلې او خپلواکه سرچینو هم لا څه نه دي ویلي.

مسلم باغ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۲۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته پروت پښتون مېشته ښار دی.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په یو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) ناڅرګنده وسلوالو بريد وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۲۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG