د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي


تر دې مخکې هم د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پټلۍ او اورګاډي د بریدونو ښکار شوي دي - پخوانی انځور.
تر دې مخکې هم د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پټلۍ او اورګاډي د بریدونو ښکار شوي دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په سېوۍ کې پر پټلۍ چاودنه شوې ده چې له وجې یې د جعفر اېکسپرېس په نوم د اورګاډي اته بوګۍ له پټلۍ اوښتې دي او پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، اورګاډی د جنورۍ پر ۲۰مه له مچ څخه د پېښور پر لوري روان وو چې له کوټې څخه ۱۱۱ کېلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته په پرته سیمه پنیر کې د چاودنې ښکار شو.

د کچي-بولان ضلعې انتظامي مشر اغا سمیع الله مشال راډیو ته وویل چې "نامعلومه وسلوالو" په بارودو د جعفر اېکسپرېس د تباه کولو هڅه کړې ده.

دی وايي، له لومړنیو معلوماتو سره سم، له پنیر تمځي (سټېشن) سره نېږدې په چاودنه کې شپږ کسان ژوبل دي او د بولان ضلعې په روغتونونو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

سمیع الله زیاتوي چې د پېښې ښکار سیمه غرنۍ ده نو ځکه ژغورونکي او مرستندویان له مشکلاتو سره مخامخ دي.

تر پېښې وروسته د سرحدي او لېویز ځواکونو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د سېوۍ د اورګاډي تمځي مشر اظهر الحق مشال راډیو ته ویلي دي، د پېښې له ځایه یې د مساپرو ایستلو لپاره یو بل اورګاډی پنیر تمځي ته استولی دی.

په کوټه کې د رېلونو ادارې مشر فرید احمد مشال راډیو ته ویلي دي چې جعفر اېکسپرېس چې له مچه د پېښور پر لوري روانېده نو ټولې نهه بوګۍ (ډبې) یې لرلې. د ده په خبره، په اورګاډي پورې پینځه نورې ډبې په سېوۍ کې ورپورې ولګېدې.

فرید احمد زیاتوي چې په اورګاډي کې شاوخوا ۲۵۰ کسان سپاره ول.

د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پېښه غندلې ده او دا یې "ښکاره ترهګري" بللې ده.

نوموړي په بیان کې اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې تر سېوۍ ښاره د ژوبلو او نورو مساپرو رسولو لپاره دې ټول اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د اورګاډو پر پټلیو بریدونه شوي دي چې اکثر یې ذمه واري بلوڅ وسلوالو ډلې منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG