د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه، اووه مړه او ژوبل


د ارشیف انځور: تر دې وړاندې هم د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو شارونو کې پر اورګاډو بریدونه شوي.
د ارشیف انځور: تر دې وړاندې هم د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو شارونو کې پر اورګاډو بریدونه شوي.

کوټه ـ د بلوچستان د نصیر اباد ضلعې په ډېره مراد جمالي سیمه کې د مارچ پر ۱۷مه د اورګاډي پر پټلۍ د چاودنې له کبله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، چاودنه غرمه مهال وشوه او په دې وخت کې له راولپنډۍ نه کوټې ته د جعفر ایکسپرېس په نوم اورګاډی پر لاره وو. په دې پېښه کې د یاد اورګاډي شپږ ډبې هم زیانمنې شوې دي.

د ډېره مراد جمالي د پولیسو مشر ایس پي عرفان بشیر مشال راډیو ته وویل چې له چاودنې وروسته امنیتي سرتیري او کومک کوونکې ادارې مامورین د پېښې ځای ته رسېدلي او ژوبل تنان یې د ډېره مرادجمالي روغتون ته لېږدولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پېښې تر شا د لاس لرونکیو کسانو لټون یې پیل کړی خو دم ګړۍ ته یې د چا د نیولو په اړه مشال راډیو ته څه ونه ویل. د هغه په وینا لومړنۍ پلټنې ښيي چې چاودېدونکي مواد پر پټلۍ ځای په ځای شوي وو او د ریموټ پر مټ له لرې واټنه چاودنه ورکړل شوېده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د داډول پېښو موخه په خلکو کې وېره ترهه خورول دي. د نوموړي به وینا اولس له داسې خبرو سره بلد دی نو وېره به نه خورېږي.

همدا رنګه د دغه ایالت وزیراعلی جام کمال هم پېښه غندلې او صحي چارواکو ته یې ویلي چې د ژوبلو کسانو مناسبه درملنه دې وکړي.

هلته په کوټه کې د اورګاډي د ادارې مامورینو مشال راډیو ته ویلي چې له پېښې وروسته د کوټې او د ملک د نورو برخو ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی او په ډېره مراد جمالي کې د جعفر ایکسپریس د ډبو د ترمیمولو کار یې هم پیل کړی دی.

د دې تازه برید مسولیت چا نه دی قبول کړی خو په بلوچستان صوبه کې تر دې وړاندې هم په حکومتي ترانسپورتي وسایلو او ودانیو ورته بریدونه شوي چې ډېری وخت یې مسولیت بلوڅ بیلتون پالې ډلې قبلوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG