د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د برید اووم تلین لمانځل شوی دی


د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰ وسله والو برید کړی وو. (انځور د وژل شویو د اووم تلین دی.)
د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰ وسله والو برید کړی وو. (انځور د وژل شویو د اووم تلین دی.)

د خیبر پښتونخوا د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د وسلوالو د هغه برید اووم تلین لمانځل شوی دی چې پکې د زده کوونکو په ګډ‌ون ۲۰ کسان وژل شوي ول.

وسلوالو د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰مه د چارسدې پر باچا خان پوهنتون سهار وختي برید کړی وو.

د برید اووم تلین د جنورۍ پر ۲۰مه په یوه غونډه کې ولمانځل شو چې پکې د وژل شویو خپلوانو او د پوهنتون غړو او نورو یوشمېر کسانو ګډون وکړ.

په هغه پېښه د کاټلنګ د وژل شوي زده کوونکي صديق الله پلار مير افضل مشال راډیو ته وویل چې ټوله کورنۍ یې پر اووه کاله تېرېدو سربېره اوس هم غمجنه ده.

پر باچا خان پوهنتون په برید کې د وژل شویو په یاد غونډه کې شریک کسان
پر باچا خان پوهنتون په برید کې د وژل شویو په یاد غونډه کې شریک کسان

په پوهنتون کې د فارميسۍ د دويم کال زده کوونکی سيد کاتب شاه وايي، "څوک چې پښتانه له تعلیمه لیرې کول غواړي هغوی به کله هم په خپلو ارادو کې بریالي نه شي."

د باچا خان پوهنتون وایس چانسلر بشیر احمد وايي، دوی د پوهنتون او هلته د زده کوونکو د خوندي کولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي دي.

خو د ده په وینا، حکومت په داسې وخت کې هلته موجود د اېف سي ځواک عسکر لیرې کړې دي او وايي چې هغه سرتېري په سیمه کې د "ترهګرۍ" پېښو زیاتېدو ته په کتو نورو ځایونو ته استوي.

د چارسدې د پوليسو مشر سهېل خالد او مرستیال کمېشنر مشال راډيو ته وویل چې په دې اړه یې له یوشمېر ورځو راهیسې له صوبايي حکومت سره خبرې روانې دي.

دوی وویل چې په دې ورځو کې د پولیو ضد ډلو د امنیت ساتلو ذمه وارۍ او نورې مسلې وې خو ډېر ژر به د اېف سي ځواک سرتېري د پوهنتون امنیت ساتلو ته ستانه شي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۶م کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه ویلي ول چې پر باچا خان پوهنتون یې په برید ککړو ۱۳ کسانو ته یې د پانسۍ سزا اورولې وه.

په پاکستان کې د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر خونړي برید وروسته د ترهګرۍ ضد د " قامي اېکشن پلان" له مخې پوځي عدالتونه جوړ شوي ول چې یوشمېر مشکوکو وسلوالو ته یې د مرګ سزا ګانې اورولې وې.

XS
SM
MD
LG