د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر باچاخان پوهنتون ۱۳ تنه برید کوونکو ته مرګ سزا اورول شوې


د پاکستان پوځ مشر په باچا خان پوهنتون د بريد کوونکو په ګډون د ديارلس کسانو د پانسۍ سزا توثيق کړې.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د جمعې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دغه کسان له ترهګرۍ سره په تړلو پېښو، بې ګنا انسانانو او امنيتي چارواکو په وژنه کې ککړ وو اوپر دوی په پوځي عدالتونو کېمقدمې چلول شوې.

خبر پاڼه زياتوي په دې ترهګرو کې هغه هم شامل دي چې د چارسدې په باچاخان پوهنتون، د بونير په ناواګۍ تعليمي اداره، مېريټ هوټل او نورو يو شمېر ځايونو باندې په بريدونو کې يې ۳۲۵ کسان وژلي او ۳۶۶ يې ژوبل کړي دي.

په پاکستان کې د(قامي اېکشن پلان) له مخې پوځي عدالتونه جوړ کړل شول او دغو عدالتونو يوشمېر وسله والو ته د مرګ سزا ورکړې خو په يادو پېښو کې د اکثره وژل شوو کسانو کورنۍ اوس هم د دغو پېښو د ازادنه پلټنو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG