د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ارمي پبلک سکول د برید ترشا لاس لرونکي نیول شوي "


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک وايي ، امنیتي ادارو د صوبې په بیلا بېلو برخوکې د پلټنو او عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر داسې کسان نیولي چې پرې شک کېږي پر ارمي پبلک سکول د برید ترشا به یې لاس درلودلو.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک وايي ، امنیتي ادارو د صوبې په بیلا بېلو برخوکې د پلټنو او عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر داسې کسان نیولي چې پرې شک کېږي پر ارمي پبلک سکول د برید ترشا به یې لاس درلودلو.

د پروېز خټک له دفتره په خپاره شوي یو بیان کې همداراز ویل شوي چې په پلټنو کې پرمختګونه شوي دي.

خبر پاڼه د وزیر اعلی له قوله زیاتوي چې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید د پلټنو ساحه تر افغانستانه غزول شوې او په دې لړ کې افغان حکومت هم ورسره مرسته کوي.

د پښتونخوا وزیر اعلی وايي د ترهګرۍ پرضد د ځانګړو عدالتونو جوړول د امنیت په راوستلو کې مرسته کوي.

د پروېز خټک دغه تازه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې په دې وروستیو کې په ټول ملک کې د مشکوکو کسانو پرضد د پاکستان امنیتي سرتېرو عملیات پیل کړي دي او د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو ادعا هم کوي.

XS
SM
MD
LG