د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا له طوفان او سېلاب ځپلي ښاره د ۱،۵۰۰ کسانو مړي موندل شوي دي


د بیړنیو چارو ادارې کارکوونکو له ړنګو ودانیو څخه د خلکو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.
د بیړنیو چارو ادارې کارکوونکو له ړنګو ودانیو څخه د خلکو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.

د لیبیا په ختیز ښار درنه کې د بیړنیو چارو ادارې کارکوونکو له ړنګو ودانیو او سېلاب ځپلو سیمو څخه تر ۱،۵۰۰ زیات مړي موندلي دي.

چارواکي وېره څرګندوي چې په هغه ښار کې د مړو شمېر ښايي تر ۵،۰۰۰ واوړي. دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه د روم یا مدترانې په سمندرګي کې تر طوفان او باران وروسته سېلاب راغی چې هلته یې د اوبو بندونه ړنګ کړل او د درنه ښار یوشمېر سیمې یې لاندې کړې.

لږترلږه یو چارواکي ويلي دي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵،۰۰۰ زیات دی. دولتي خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت ویاند محمد ابو لاموشا په وینا ویلي دي چې یوازې په درنه کې تر ۵،۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

خو د هغه ښار د بیړنیو چارو ادارې د سېپټېمبر پر ۱۲مه ویلي ول چې په سېلاب کې ۲،۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

البته په لیبیا کې د سره صلیب او سرې میاشتې (هلال احمر) ټولنو د نړیوال فېډرېشن استازي تامر رمضان ویلي دي چې د وژل شویو شمېر ښايي زیات شي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه له تیونسه په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په ویډیويي وینا کې وویل چې لږترلږه ۱۰،۰۰۰ کسان لا هم ورک دي.

رمضان د نهې (سې شنبې) شپې مهال وویل چې د سېلاب له وجې تر ۴۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.

درنه د لیبیا په ختیځ کې پروت ساحلي ښار دی چې ابادي یې ۸۹،۰۰۰ ښوول کېږي او هلته تر طوفان وروسته چې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوه نو دوه بندونه (ډیمونه) یې مات کړل او د ښار لویه برخه یې لاندې کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG