د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د کمر نړېدو په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي


د کمر نړېدو په ځای کې ژغورونکو د اپرېل پر ۲۰مه هم عملیاتو ته دوام ورکړی وو.
د کمر نړېدو په ځای کې ژغورونکو د اپرېل پر ۲۰مه هم عملیاتو ته دوام ورکړی وو.

د خیبر ضلعې د تورخم په غره کې د کمر نړېدو تر پېښې وروسته د ژغورنې او مرستو عملیات پر څلورمه ورځ هم روان دي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي مقصود عالم د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د پېښې په ځای کې لسګونه کسانو کار ته دوام ورکړی دی.

دی وايي، د رېسکیو ۱۱۲۲ د کارکوونکو د اختر رخصتۍ (چوټۍ) یې ځنډولې دي او هغوی هلته د مشینونو او ګاډو په ذریعه شپه او ورځ کار کوي.

عالم وايي، د پېښې له ځایه یې تر اوسه شاوخوا ۲۵ کانټینرونه ایستلي دي.

دی زیاتوي چې د خاورو او ډبرو لیرې کول اسانه دي خو دا کار ځکه په احتیاط کوي چې تر هغو لاندې پرتو مړو ته زیان و نه رسي.

چارواکي وايي، د پېښې له ځایه یې پینځه لاندې شوي مړي ایستلي دي چې ټول افغانان دي. دوی وايي، د اپرېل پر ۱۸مه پیشلمي مهال د کمر نړېدو په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

په تورخم کې لا هم یوشمېر کسان موجود دي او وايي چې د کورنیو غړي یې تر خاورو او کاڼو لاندې دي.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې تر لویو ډبرو او خاورو لاندې یې د جسدونو ایستلو لپاره کرېنونه او نور مشینونه په کار اچولي دي.

د پېښې ښکار شوي زیاتره کسان افغان ډرېوران او د هغوی مرستیالان دي. پاکستانیو چارواکو د هغو کسانو د کورنیو غړو ته بې له پاسپورټ او ویزې تورخم ته اوښتو اجازه ورکړې ده.

د ننګرهار یو اوسېدونکي عبدالرحمان د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د تورخم په پېښه کې یې زوی، وراره، یو خپلوان او یو ملګری تر خاورو او ډبرو لاندې دي. "چې د چا زوی تر دومره لویو ډبرو لاندې پروت وي نو بې شکه سړي ته ډېر زور ورکوي. چې څوک یې غم وویني بیا یې احساسولای شي چې دا څومره سخته خبره ده. په کار ده چې حکومت [مړي] ژرترژره راوباسي."

د ننګرهار یو بل اوسېدونکي عنایت خان وویل چې حکومت باید هلته د مشینونو شمېر زیات کړي چې مړي ژرترژره وایستل شي.

تورخم کې لسګونه کارکوونکي تر کمر نړېدو وروسته د ژغورنې عملیات کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

په خیبر ضلع کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې مشر ملک اشفاق د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې داسې ښکاري چې تر ۱۲ پورې ګاډي ښايي تر خاورو لاندې وي خو اصلي شمېر یې لا معلوم نه دی.

د خیبر د لواړګي سیمې انتظامي مشر ارشاد مومند د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې کمر پر دې داسې مهال ونړېد چې پر سړک افغانستان ته د اوښتو په انتظار لارۍ او نور ګاډي په قطار کې ولاړ ول.

د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې هلته له اوږدې مودې راهیسې د رسد او تعیمراتي کارونو قامي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) له خوا د یو نوي ټرمینل د جوړولو کار روان دی.

په تورخم کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اېن اېل سي کارکوونکو د سړک پراخولو لپاره د بارودي موادو چاودنې کړې وې او د غره د تراشلو عمل روان وو چې تر هغې وروسته کمر ونړېد.

یو افغان ټرانسپورټر محمد نور احمد زي وویل چې په کار وه چې چارواکو د تعمیراتي چارو پر وخت احتیاطي تدابیر اخیستي وای او پر هغه سړک یې ګاډو ته د درېدو اجازه نه وای ورکړې.

دی داراز زیاتوي چې د پاکستان د امدنۍ یا ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) د ګمرک چارواکي او تر تورخم هغې خوا ته چارواکي هم ملامته دي چې پر وخت د مال وړونکو ګاډو اسناد نه خلاصوي چې له کبله یې هلته لارۍ تر ورځو، ورځو ولاړې وي.

اېن اېل سي لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند هغه پېښه د یو "قدرتي افت" په نوم یادوي او زیاتوي، "په تېره میاشت کې زلزلې شوي او باران هم شوي دي، بل دا چې دلته تعمیراتي کارونه روان دي او د سړکونو پراخولو لپاره د بارودو چاودنې هم شوې دي نو دا ټول د پېښې وجوهات کېدای شي."

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ تر ټولو مهم ځای دی چې هره ورځ ورباندې زرګونه کسان سفر کوي.

XS
SM
MD
LG