د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیپلز ګوند سیاستوال اخوندزاده چټان باجوړ کې له بمي بریده روغ وتلی دی


د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ اخوندزاده چټان ـ پخوانی انځور.
د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ اخوندزاده چټان ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال او په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې د قامۍ اسمبلۍ د څوکۍ نوماند اخوندزاده چټان له بمي بریده روغ وتلی دی.

د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار د اپرېل ۱۷مې تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې چټان د باجوړ د وړو ماموندو په بدن سيمه کې تر انتخاباتي جلسې وروسته کور ته روان وو چې ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بمي چاودنې ښکار شو.

اخوندزاده چټان وروسته مشال راډيو ته وويل چې د بريد هدف د هغه ګاډی وو خو د نوموړي په وينا، ګاډی یې مرمۍ ضد (بولېټ پروف) وو نو ځکه هغه او ملګري يې خوندي پاتې شول.

اخوندزاده چټان په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ د اتمې حلقې څوکۍ ته د پیپلز ګوند نوماند دی.

د قامي اسمبلۍ پر هغه حلقه انتخابات تر هغه وروسته وځنډېدل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۳۰مه د هم هغې حلقې پر څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکی خپلواک نوماند ريحان زېب وویشت.

د هغه د وژنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه د باجوړ د هغې حلقې په ګډون د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۲۳ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات کوي.

په خیبر پښتونخوا کې وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کوي.

په خيبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG