د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان شماریاتو اداره وايي سرشمېرنه شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړه شوې ده


د شماریاتو ادارې یو کارکوونکی په بنو کې د سرشمېرنې لپاره معلومات غونډوي - د مارچ ۱۴مې انځور.
د شماریاتو ادارې یو کارکوونکی په بنو کې د سرشمېرنې لپاره معلومات غونډوي - د مارچ ۱۴مې انځور.

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، په هېواد کې یې روانه ډېجیټل (برېښنايي او کمپیوټري) سرشمېرنه شاوخوا ۶۰ فیصده بشپړه کړې ده.

په هغه هېواد کې سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې روانه ده او ټاکل شوې چې د همدې د میاشتې تر پای پورې ښايي بشپړه شي. هغه اداره وايي، د بهیر تر بشپړېدو وروسته به د نتیجو خپرولو لپاره نور یو میاشت وخت ته اړتیا ولري.

د شماریاتو ادارې کمېشنر نعیم الظفر د مارچ پر ۲۵مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، که د مارچ تر پای سرشمېرنه بشپړه شوه نو موده به یې نوره وغځوي.

د شماریاتو ادارې د سرشمېرنې لپاره ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي. تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه.

سرشمېرنه د انتخاباتي حلقو او په پارلېمان کې د یوې سیمې د منتخبو غړو شمېر ټاکلو، د طبیعي وسایلو د تقسیم په اړه د پرېکړو، او د وګړو د تعلیم، روغتیا او نورو اړتیاوو پوره کولو د اټکل لپاره کېږي.

د سرشمېرنې همدې ارزښت ته په کتو د قبايلي ضلعو اوسېدونکو په وروستيو کې له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه کړې وه چې په زرګونو کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند کوي او د امنیتي ستونزو او اسانتیاوو نه شتوالي له کبله خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه نه لري نو باید په خپلو پلرنیو سیمو کې حساب شي.

خو ظفر وویل، په روانه سرشمېرنه کې خلک په شناختي کارډونو کې د دایمي پتې پر اساس نه بلکې د اوسنیو استوګنځایونو پر بنسټ شماري. "د ګډو ګټو شورا د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه یوه کړنلاره منظوره کړې وه چې له مخې یې هر وکړی د هغه د اوسېدو په ځای کې شمارل کېږي. د مثال په توګه يو کس ډومېسايل (د دایمي استوګنځي سند) د کراچۍ لري خو اوسي په اسلام اباد کې. ښکاره ده چې د اسلام اباد انتظاميه هغه ته د ژوند ټولې اسانتياوې برابروي نو ځکه به د اسلام اباد د يوه استوګن په حيث شمارل کېږي. خو د ووټ د اندراج په برخه کې د يوه وګړي خوښې ته کتل کېږي. هغه کولای شي د خپل ووټ اندراج د خپلې استوګنې يا کار په سيمه او يا هم د خپلې مستقلې (دایمې) پتې په ځای کې وکړي."

د شماریاتو ادارې د سرشمېرنې په پیل کې هم ویلي ول چې هغه کسان چې له شپږو میاشتو څخه زیات په بل ځای کې اوسي، هم هلته به شمارل کېږي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ مشر سردار حسین بابک وايي، دولت باید تر دې ډول پرېکړو مخکې هغه عوامل په پام کې ونیسي چې له کبله یې خلک د بې کورۍ او کډوالۍ ژوند ته اړ کېږي.

ده د مارچ پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې پښتانه د بېلابېلو مجبوریو له کبله په نورو ځایونو کې ژوند تېرولو ته اړ دي. "که د باجوړ، سوات، مومندو او يا هم چارسدې او مردان يو پښتون د سيند او يا هم پنجاب کوم ښار ته کډه شوی دی، نو دا کار هغه په خپله خوښه نه بلکې له مجبورۍ يې کړی دی. ریاست بايد د وګړو له يوه ځايه بل ځای ته د کوچېدو ترشا عوامل هم په پام کې ونيسي. پښتانه په خپلو سیمو کې وهل ټکول کېږي، هغوی د وېرې او اقتصادي ستونزو له وجې خپلې سيمې خوشې کړي او رياست يې بيا په غم کې نه وي."

خو د پیپلز ګوند یو سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ یو پخوانی غړی احمد کنډی وايي، د شماریاتو له ادارې سره پر دې خبره "جوړ جاړی" شوی دی چې یو کس به "په هغه سيمه کې شمارل کېږي چې پکې اوسي او وسايل يې کاروي."

ده د مارچ پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې البته د سرشمېرنې پر مهال باید د هر یو کس "د عارضي پتې ترڅنګ مستقله هغه يې هم بايد وليکل شي. مثلاً د ډېره اسماعيل خان يو سړی د سېلاب يا بلې کومې مسلې له وجې لاهور ته کډه شوی او هلته استوګنه او کار روزګار کوي. د هغه دواړه پتې بايد په رېکارډ کې راشي. حکومت ته د يوه چا د بې کورۍ لامل هم بايد معلوم وي او د سرشمېرنې او کورشمېرنې په نتيجه کې نوره اړين معلومات هم بايد ترلاسه کړي."

د شماریاتو ادارې ويلي‌ چې، هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډ نه لري، شماري او په اړه یې معلومات غونډوي. په ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کیږي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده.

له دې سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې په کومو شعبو یا برخو کې د خلکو روزګار زیات دی، په کومو کې کم دی او حکومت باید کومو برخو ته زیاته توجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG