د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټرانسپورټرانو له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ۱۰ ورځنی کاربندیز ختم کړی


په پاکستان کې د ټرانسپورټرانو د کاربندیز پر مهال په اډه کې ګڼې لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې د ټرانسپورټرانو د کاربندیز پر مهال په اډه کې ګڼې لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان ټرانسپورټرانو له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته خپل کاربندیز (هړتال) ختم کړی دی.

په کراچۍ کې د پاکستان د مال لېږدوونکو ګاډو ټولنې مشر ملک شهزاد اعوان د ډېسېمبر پر ۱۷مه د وفاقي، پنجاب او سیند حکومتونو د چارواکو په موجودګۍ کې د کاربندیز ختمولو اعلان وکړ. "زه تاسو ټولو ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ته ویل غواړم چې پنجاب، وفاقي او سيند حکومتونو زموږ ټولې غوښتنې منلې دي."

ټرانسپورټرانو له تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې کاربندیز ته دوام ورکړی وو. هغوی له وفاقي او د پنجاب او سیند له صوبايي حکومتونو جلا، جلا غوښتنې لرلې چې پکې په لاریو کې د بار د وزن زیاتولو، د موټروې پولیسو لوړو جرمانو کمولو، د ډرېورانو د "ځورونو" درولو او په ټول هېواد کې د بېځانه ټول پلازو ختمولو په ګډون یوشمېر غوښتنې شاملې وې.

په همدې حال کې د پنجاب حکومت د ډېسېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې د ټرانسپورټرانو غوښتنو پوره کولو او شکایتونو ختمولو لپاره یې څلور کمېټۍ جوړې کړې دي او د جرمانو یا جریمو نظام روڼوي.

XS
SM
MD
LG