د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ګوادر له لارې افغانستان ته د مالونو وړلو اجازه ورکوي


ګوادر بندر
ګوادر بندر

د پاکستان حکومت ویلي دي چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د مالونو وړلو اجازه ورکوي.

د پاکستان د تجارت وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له ګوادر بندره د غنمو، بورې او سرې افغانستان ته د انتقال اجازه ورکړي.

بیان وايي، دا اجازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ هوکړې پر اساس ورکوي چې ورسره به له ګوادر بندره د شیانو افغانستان ته درامد شونی شي.


تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت د ګوادر له لارې افغانستان ته د سامانونو رسولو اجازه ورکړې وه خو هغه یو علامتي اقدام وو.

له تازه بیان سره سم، دا ځل به په مسلسل ډول افغانستان ته سامانونه انتقالېږي او ځینې شرطونه هم ایښوول شوي.

یو یې دا دی چې ټول سامانونه به بند وي او یوازې تر چمنه تر اوښتو وروسته پرانیستل کېږي.

بل دا چې سوداګرو چې څومره سامان درامد کړی وي، تر هغې د زیات سامان وړلو اجازه به نه ورکول کېږي.

شنونکي وايي، د ګوادر له لارې افغانستان ته د سامانونو رسول نه یوازې د کراچۍ پرتله لار لنډوي بلکې دا ارزانه هم پرېوځي.

XS
SM
MD
LG