د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: حکومت د تیلو بیه کمه کړه خو ولس وايي د توکو نرخونه دې کم کړي


پاکستان کې اولس وايي، حکومت دې د خوراکي شیانو بیې راټیتې کړي: انځور له ارشیفه
پاکستان کې اولس وايي، حکومت دې د خوراکي شیانو بیې راټیتې کړي: انځور له ارشیفه

د پاکستان مرکزي حکومت د پيټرولیم مصنوعاتو بیې ټیټې کړې دي چې ورباندې ولس خوشالي ښکاره کړې او له حکومته یې غوښتي چې د خوراکي توکیو نرخونه او د ګاډو کرایې دې هم ورسره کم کړي.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار د سېپټېمبر پر ۳۰مه، په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال اعلان وکړ چې پيټرول یې د لیټر په سر ۱۲ روپۍ او ۶۳ پیسې ازرانه کړي چې نوی نرخ به یې ۲۲۴ روپۍ او ۸۰ پیسې ليټر وي.

همدا رنګه ډیزل یې د لیټر په سر ۱۲ روپۍ او ۱۳ پیسې ارزانه کړي چې نوی نرخ به یې ۲۳۵ روپۍ او ۳۰ پیسې لیټر وي.

شنونکي وايي، که د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کرنسۍ بیه لوړه شوه، نرخونه به راټیټ شي: انځور له ارشیفه
شنونکي وايي، که د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کرنسۍ بیه لوړه شوه، نرخونه به راټیټ شي: انځور له ارشیفه

په هم دې حساب حکومت د خاورو د تېلو بیه هم کمه کړې ده. حکومت ویلي چې د خاورو د تیلو په یوه لیټر کې یې ۱۰ روپۍ او ۱۹ پیسې تخفیف راوستی او نوې بیه به یې د لیټر په سر ۱۹۱ روپۍ او ۸۳ پیسې وي.

عام ولس د حکومت پر دې پرېکړې خوښی ښکاره کړې ده. خلک وايي حکومت له پکار دي چې همدا رنګه د خوراکي شیانو او د کرایو د کمولو لپاره دې هم لاس په کار شي.

محمد زاهد په پېښور کې ټیکسي چلوي. هغه په یو پیټرول پمپ کې د تېلو اچولو پر مهال مشال راډیو ته وویل:

"دا اوسنی نرخ هم ښه دی خو کافي نه دی حکومت له پکار دي چې دا بیې نورې هم راټیټې کړي او د یو لیټر تیلو بیه دې یو نیم سل روپو ته راولي. پخوا چې به تېل ارزانه وو، ما به د ورځې د ۱۱۰۰ روپو پیټرول واچول نو د ۲۰۰۰ روپو مزدوري به مې پرې وکړه. خو چې له کله نه تېل ګران شوي هغومره مزدوري نه شو کولی."

پاکستان کې د تېلو نرخونو کمېدو ته خلک خوشاله دي: انځور له ارشیفه
پاکستان کې د تېلو نرخونو کمېدو ته خلک خوشاله دي: انځور له ارشیفه

د پېښور یو بل اوسیدونکی جمال بیا وايي، اوس چې د تېلو بیه یو څه ارزانه شوه نو پکار ده چې غوړي او اوړه هم ورسره ارزانه شي. هغه وړاندې وویل:

"زه د بل ټیکسي چلوم، هغه رانه د ورځې درې سوه روپۍ غواړي. ماله د ورځې دوه یا درې سوه روپۍ په مشکله پاتې کېږي. له ډېر مشکل سره مخامخ یو. نن مې لور رانه ۵۰ روپۍ غوښتې، ماورله ۳۰ ورکړې نو هغه سکول ته خپه لاړه. دا چې خرچې نه شم پوره کولی نو کورودانه مې هم رانه خپه وي. زه د غرمې ډوډۍ نه خورم او په وږي نس ټیکسي چلوم. پیټرول اوس هم ګران دي حکومت له پکار دي چې نور یې هم ارزانه کړي."

د پاکستان د فاینانس ډویژن لخوا د سېپټېمبر پر ۳۰مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې په نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیې راټیټې شوي نو حکومت ځکه په پاکستان کې هم د تېلو بیې راټیټې کړې دي.

د پاکستان حکومت پر داسې مهال د تېلو د بیو د کمولو پرېکړه کړې ده چې عام ولس له ګرانۍ سر ټکوي او وروستیو ورښوتونو او سېلابونو هم خلک ډېر زیات په اقتصادي ډول ځپلي دي.

په پاکستان کې اقتصادي شنونکي وايي، کله چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ بیه لوړه شي نو ورسره به نه یواځې دا چې د تېلو نرخونه لا نور راټیټ شي بلکې د خوراکي توکیو نرخونه به هم ورسره کم شي.

XS
SM
MD
LG