د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن: حکومت دې ژرترژره انټرنېټ او ټېلېفوني شبکه بحاله کړي


په پاکستان کې یو کس په موبایل ټېلېفون د موسم حال ګوري - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یو کس په موبایل ټېلېفون د موسم حال ګوري - پخوانی انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پر حکومتي چارواکو غږ کړی دی چې ژرترژره دې په ټول هېواد کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال کړي.

هغې خپلواکه ناحکومتي ادارې د فبرورۍ پر اتمه پر اېکس په بیان کې لیکلي دي چې سیند های کورټ لنډمهالي وفاقي حکومت ته امر کړی وو چې د عامو انتخاباتو پر ورځ دې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال وساتي، خو پر دې سربېره په زیاتره سیمو کې ځنډول شوی دی.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د مخابراتي چارو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) ویلي دي چې حکومت ورته د انټرنېټ تړلو امر نه دی کړی نو په دې صورت کې په دې اړه د شفافیت نه شتوالی د "اندېښنې وړ" دی چې دا تعطل به تر کوم وخت پورې روان وي.

هغې ادارې زیاته کړې ده چې د شبکې او انټرنېټي خدماتو ځنډول معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق او ښايي د پایلو د ترسیل نظام اغېزمن کړي.

تر کمېشن مخکې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر اتمه پر اېکس په بیان کې پر حکومت غږ وکړ چې د موبایل ټېلېفون خدمات دې ژر تر ژره بحال کړي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې پیپلز ګوند د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفون خدماتو ځنډولو پرضد د هېواد انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی.

اخوا د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې ویلي چې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات یې د امنیت ټینګښت لپاره ځنډولي دي.

وزارت ویلي دي چې دا کار یې په وروستیو کې په هېواد کې د ترهګرۍ پېښو ته په کتو کړی دی.

په همدې حال کې رسنیو خبر ورکړی دی چې انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې انټرنېټي پارچاو یې د ووټ شمېرلو او نتیجو د انتقال نظام نه اغېزمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د فبرورۍ پر شپږمه د حکومت او انتخاباتي کمېشن په نوم په پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو پر مهال دې په هېواد کې انټرنېټي خدمات فعال وساتي.

د سازمان تر غوښتنې یوه ورځ وروسته پاکستانیو رسنیو د مخابراتي چارو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) په حواله وویل چې چې په هغه هېواد کې به انټرنېټي خدمات نه ځنډوي.

XS
SM
MD
LG