د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د نویو کتابونو دوکانونو پر کمېدو سربېره د زړو کتابونو خرڅلاو زیات شوی دی


په پېښور کې د زړو کتابونو په دوکان کې یو کس له کتابه ګرد پاکوي ـ پخوانی انځور
په پېښور کې د زړو کتابونو په دوکان کې یو کس له کتابه ګرد پاکوي ـ پخوانی انځور

په تېرو کلونو کې په پېښور د نویو کتابونو دوکانونه کم شوي خو د هغه ښار د زړو کتابونو دوکانداران وایي، د پخوا پرتله اوس زیات خلک ورځي او کاروبار یې ښه شوی دی.

د پېښور په اشنغرۍ په چکه ګلۍ د زړو کتابونو خرڅوونکی محمد فاروق وایي، د ګرانۍ او د کاغذ نرخ زیاتوالي له امله زاړه کتابونه هم د پخوا پرتله ګران خرڅوي خو بیا یې هم خلک اخیستو ته ورځي.

هغه مشال راډیو ته وویل، ''له حده زیات خلک راځي. پخوا به چې یو کتاب په ۲۰۰ روپۍ وو، هغه اوس په ۴۰۰ دی. [د پېښور] په قصه خوانۍ او ټاون کې د کتابونو دوکانونه ول خو هلته نرخونه ګران دي نو ځکه خلک زړو کتابونو اخیستو ته راځي.''

په وروستیو کلونو کې په پېښور کې د لندن بک کمپنۍ، سعید بک بینک او شاهین بک سټور په نامه د نویو کتابونو مشهور دوکانونه د کاروبار خرابېدو له کبله بند شول.

د پېښور په ګډون د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د زړو کتابونو واړه دوکانونه هم وي او یا هم د سړک پر سر ځینې خلک زاړه کتابونه خرڅوي. داراز، په ځینو ښارونو کې په اوونۍ کې یو ځل د زړو کتابونو بازارونه هم لګېږي چې ډېری خلک ورته د ارزانه کتابونو اخیستو لپاره ورځي.

بازار ته د برېښنایي او غږیزو کتابونو له راتګ سره خلک کولای شي چې د کتابونو د برېښنايي الاتو تر څنګ د موبایل ټېلېفون او کمپیوټر په پرده کتابونه ولولي. له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په پاکستان کې د انټرنېټي خدماتو پراخېدو له کبله هم خلکو د برېښنایي کتابونو مطالعې ته مخه کړې ده.

د کتاب مطالعې د ټولنې هلې ځلې

په همدې حال کې، په پېښور کې د کتاب مینوالو د پېښور سټډي سرکل په نامه ټولنه جوړه کړې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۱،۴۰۰ غړي لري. دوی هره میاشت یو کتاب د لوست لپاره ټاکي او بیا ورباندې بحث کوي.

د ټولنې مخکښ غړی شفیق ګګیاڼی وایي، هره میاشت پینځه کتابونه د برېښلیک (ایمېل) له لارې غړو ته استوي او کوم کتاب چې ډېر کسان خوښ کړي، ټول یې لولي او بیا ورباندې مباحثه کوي. ''له بدقسمتۍ، په پېښور کې کتاب لوست کم شوی دی. دلته د څپلیو او جامو دوکانونه له دوو، څلور او له څلورو، اته [ته ورزیاتېږي] خو د کتابونو دوکانونه ورو، ورو ختمېږي.''

د ټولنې زیاتره غړي برېښنایي کتابونه لولي او د انټرنېټ له لارې په بحث کې ګډون کوي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د انټرنېټي خدماتو تر زیاتېدو وروسته د کاغذي کتابونو بازار سوړ شوی ځکه چې د کتاب مینوال یې انلاین اخلي. زیاتره خلک برېښنایي کتابونه لولي او یا هم غږیز کتابونه اوري. داراز خلک اوس د انټرنېټ له لارې خبرونو، مجلو، لیکنو او نورو معلوماتو ته لاسرسی لري.

XS
SM
MD
LG