د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن نيو زيلينډ او انګلستان يو بل ته مخامخېږي

نیو زیلینډي بیټران د سري لنکا پر وړاندې د توپوهنې پر مهال منډه وهي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.
نیو زیلینډي بیټران د سري لنکا پر وړاندې د توپوهنې پر مهال منډه وهي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ د نړيوال جام د دويم يا اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نيو زيلينډ له انګلينډ (انګلستان) سره سيالي لري.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې دا لوبه د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمې او د کابل پر شپږ بجې پیل شي.

انګلينډ په دويم پړاو کې وار د مخه لا خپلې دوه لوبې ګټلي او د څلورو نومرو (پواينټونو) په اخيستو د نړيوال جام نیمه پايلوبې ته وتلی دی.

بلخوا نيو زيلينډ خپله يوه لوبه ګټلې او يوه لوبه يې د باران له امله منسوخه شوې وه چې په مجموعي ډول يې درې نومرې ترلاسه کړې دي.

له انګلستان پرته د جنوبي افريقا لوبډله هم په دويم پړاو کې د دوو لوبو په ګټلو او د څلورو نومرو په ترلاسه کولو د اتلولۍ نيمه پايلوبې ته وتلې ده.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۶مه هند زېمباوې ته په ۷۲ منډو او جنوبي افريقا وېسټ انډيز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

اخوا د فبرورۍ پر ۲۸مه پاکستان له سري لنکا سره سيالي لري.

دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.

په دې پړاو کې هره لوبډله درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو څخه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وځي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG