د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د نشه يي موادو کاروبار پرضد د پولیسو ځانګړې ډلې تیارې شوې دي


فعالان وایي په خیبر کې دې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم پرانیستل شي ـ پخوانی انځور
فعالان وایي په خیبر کې دې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم پرانیستل شي ـ پخوانی انځور

د خیبر پولیس وایي، داسې بااختیاره ډلې یې جوړې کړي چې د پټو معلوماتو پر اساس د نشه یي توکو د کاروباریانو پر ضد مستقیمې کاروایۍ کوي.

د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل دا اقدام یې ځکه وکړ چې د هغې ضلعې په ګډون په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو نورې ذمه واریانې زیاتې دي او هغوی د نشه یي توکو مخنیوي ته ډېر وخت نه لاره.

هغه وویل، په ټوله صوبه کې هغه ډول ځانګړی ډلې جوړې شوي چې د پټو معلوماتو پر اساس به د نشه يي توکو د کاروباریانو په خلاف چاپې وهي.

دی زیاتوي چې د پولیسو ځانګړې ډلې په وروستیو میاشتو کې سلګونه کېلوګرامه نشه يي مواد نیولي دي. ''موږ په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په لوی مقدار کې نشه یي مواد په خپله ولکه کې اخیستي، څه باندې ۱،۰۰۰ کېلوګرامه چرس، ۷۳کېلوګرامه اپین (افیون)، ۴۰ کېلوګرامه [مېت اېمفېټامین یا] ایس او ۱۲۳ کېلوګرامه هیروین (پوډر) نیول شوي دي.''

په خیبر ضلع کې له اوږدې مودې راهیسې د نشه يي توکو، په ځانګړي ډول د چرسو، کاروبار کېږي او پکې ګڼ خلک په نشو روږدي دي.

د خیبر یو مدني فعال او د بلدیاتي ادارې د کلیوالې شورا (وېلېج کونسل) چارواکی زاهد خان اپرېدی وایي، که د هغې ضلعې پر پولو د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی وشي نو سلګونه روږدي ځوانان به هم له نشو خلاص شي.

ده داراز، د روږدو ځوانانو د درملنې د مرکزونو جوړولو غوښتنه هم وکړه. ''په کار ده د ایس او نورو نشه يي شیانو د سمګلنګ (قاچاق) مخنیوې وشي. په باړه او تیرا کې پرې په سلګونه ځوانان روږدي شوي. د دوی د بیا بحالۍ مرکزونه دې جوړ شي.''

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کې د اییني بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې شوې. تر دې وروسته هغو ضلعو ته د هېواد د نورو برخو په څېر د نشه یي توکو ضد ادارې ځواک (اینټي نارکاټېکس فورس اې اېن اېف)، پولیسو او عدالتونو نظامونه وروغځېدل چې له مخې یې پولیس د نشه يي توکو د کاروباریانو پرضد د اقداماتو واک لري.

XS
SM
MD
LG