د لاسرسي ځای

تازه خبر

پهاړ پور کې وسلوالو د تاڼېدار په ګډون ۴ پولیس وژلي دي

په ډېره اسماعیل خان کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته په تاڼه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په ډېره اسماعیل خان کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته په تاڼه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا په نوې ضلع پهاړپور کې په وسلوال برید کې د یو تاڼېدار په ګډون څلور پولیس وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د پولیسو یو چارواکي له رسنیو سره خبرو اجازې نه درلودلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۱مه په پنیالۍ کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پنیالۍ تاڼېدار فهیم ممتاز په ګډون څلور پولیس ووژل شول.

هغه وايي، په ژوبلو کې د پولیسو ډي اېس پي محمد عدنان هم شامل دی چې د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوی دی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکی زیاتوي چې پولیسو په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو لټون پیل کړی دی.

پهاړپور پخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې برخه وه خو د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۲۶مه د یو فرمان په خپرولو پنیالۍ او پهاړپور تحصیلونه له ډېره اسماعیل خانه جلا کړل او نوې ضلع یې جوړه کړه.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د فبرورۍ پر اتمه وسلوالو په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو یو پولیس وواژه او دوه تنه یې ټپي کړل. تر دې شاوخو یوه اونۍ مخکې وسلوالو د لکي مروتو په نصرخېلو کې یو پولیس وواژه. د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG