د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو یو پولیس وژلی او ۲ تنه یې ټپي کړي دي

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې له مودې راهیسې هدفي وژنې روانې دي. (انځور: ارشیف)
په جنوبي او شمالي وزیرستان کې له مودې راهیسې هدفي وژنې روانې دي. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان پولیس وايي د فرورۍ پر اتمه، د نامعلومو وسله والو په برید کې يو پولیس وژل شوی او د هغه پلار او ورور ژوبل شوي دي.

د پولیسو لخوا رسنيوو سره شريکو شويو معلوماتو کې راغلي چې دا پېښه په بویا کې شوې ده او د زخميانو حالت ښه نه دی.

پولیسو ويلي چې دا يو هدفي برید وو. د وژل شوي پولیس افسر ورور په ضلع کې د محرر په توګه کار کوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې ناامني ده خو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ځانګړې توګه له کلونو راهیسې هدفي وژنې دوام لري.

ځايي خلکو د دې پرضد په وار وار د کړیو احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی چې امنیتي ادارې په ارادي توګه هلته د ناامنۍ مخه نه نیسي خو د پاکستان پوځ او حکومت دا تور ردوي او وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG