د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د کابل پر روغتون د برید "بې پرې او خپلواکه پلټنې" وکړي

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې غړي پر روغتون د پاکستان په برید کې د وژل شویو له تابوتونو سره ولاړ دي - د مارچ ۱۸مې انځور.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې غړي پر روغتون د پاکستان په برید کې د وژل شویو له تابوتونو سره ولاړ دي - د مارچ ۱۸مې انځور.

د بخښنې نړیول سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) له پاکستانه په کابل کې پر روغتون د خونړي برید په اړه سپیناوی او خپلواکه پلټنې غوښتې دي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د مارچ پر ‍۹مه پر ووبپاڼه د خپلې سیمه ییزې رییسې اېسابېل لاسي له خولې لیکلي چې تر اوسه په نشه يي توکو د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځ په برید کې د مرګژوبلې کره ارقام نه شي تاییدولای خو دا معلومه ده چې پکې "سلګونه ملکیانو ته مرګژوبله واوښته."

نوموړې ویلي دي چې دا "ښه مستنده ده" چې "له ۲۰۱۶ز کال راهیسې" د "فینېکس (هما)" په نوم د ناټو ځواکونو د "پخواني کیمپ یوې لویې برخې" روږدو د "درملنې د روغتون په توګه فعالیت کاوه."

هغې د پاکستان د دې دعوې په غبرګون کې چې په کیمپ کې یې د وسلو زېرمتون په نخښه کړی ویلي چې که د پخواني کیمپ په ساحه کې "د وسلو او مهماتو ډېپو موجود هم وای، د برید په اړه پرېکړه باید د ولسي وګړو خورا زیات زیانمنېدو ته په کتو سنجول شوې وای."

لاسي زیاته کړې چې همدا لامل دی چې اسلام اباد "باید اوس دا وضاحت ورکړي چې د کومو معلوماتو پر اساس یې اقدام کړی او د هغو معلوماتو د تایید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي دي؟ هغوی باید همدارنګه د دې برید او په نتیجه کې یې د ملکي تلفاتو په اړه یوه خپلواکه، بې پرې او پر وخت پلټنه ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي چې حساب ورکونه یقیني شي."

د پاکستان حکومت لا د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

امبولانسونه پر روغتون د پاکستان پوځ په برید کې د وژل شویو جسدونه خاورو ته د سپارلو لپاره د کابل بادام باغ ته لېږدوي - د مارچ ۱۸مې انځور.
امبولانسونه پر روغتون د پاکستان پوځ په برید کې د وژل شویو جسدونه خاورو ته د سپارلو لپاره د کابل بادام باغ ته لېږدوي - د مارچ ۱۸مې انځور.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په برید کې تر ۴۰۰ زایت کسان ووژل او ۲۶۵ ژوبل شول. خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ملګرو ملتونو تر اوسه په هغه برید کې د ۱۴۳ کسان وژنه تایید کړې ده.

طالب چارواکي وايي، د "امېد" په نوم په هغه روغتون کې د بېلابېلو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.

البته د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ بيا د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

وروسته د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري هم له رسنيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په هغه بريد کې يې "د وسلو ذخيرو کولو مرکز" په نخښه کړی دی.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د ولسي مرګژوبلې کره شمېر او د پاکستان حکومت د ادعا نه شي تاییدولای.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر په مناسبت پینځه ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل. دواړو خواوو په هغو بريدونو کې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې وکړې.

د کابل اوسېدونکی وايي ورور یې د درملنې لپاره بستر وو چې برید کې ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس په بيان کې د پاکستان برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشرضد عمل" وباله.

نوموړي دعوه وکړې چې "د پاکستان پوځي رژیم روغتونونه او ملکي ځایونه په نخښه کوي او وحشت رامينځته کوي."

په کابل کې په نشو د روږدو کسانو پر مرکز بريد په پراخه کچه غندل شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وویل چې هغه پېښه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي، او زیاته یې کړه چې "مسوول کسان باید د نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکولو ته اړ شي."

د مارچ پر ۱۷مه ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې وویل، "عیني شاهدانو د روغتون په ساحه کې د بشپړ ویجاړۍ صحنه بیان کړه او لیدل کېدل چې سلګونه کسان د خپلو خپلوانو د لټون لپاره ګرځېدل."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر داراز وايي چې د کابل روغتون له برید مخکې، د فبرورۍ له پای راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شخړو کې د ۱۰۴ ماشومانو او ۵۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي یا ژوبل دي او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.

داراز، د طالبانو په حملو کې هم د ډېورنډ کرښې هغې خواته پرتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر ۳،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

اخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مشرانو په يوه شريکه اعلاميه کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي.

د مارچ پر ۱۶مه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې دواړه خواوې دې ژر تر ژره مذاکرات وکړي او خپلمینځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.

XS
SM
MD
LG