د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي تاڼو کې د نرښځیانو د مسلو لپاره ځانګړې څانګې جوړوي


په پېښور کې یوه نرښځۍ د خپل یوه ملګري وژنې پرضد د مظاهرې پر مهال ژاړي او بله ملګرې یې اراموي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه نرښځۍ د خپل یوه ملګري وژنې پرضد د مظاهرې پر مهال ژاړي او بله ملګرې یې اراموي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي دي چې د صوبې په تاڼو کې یې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره د جلا څانګې پرانیسو پرېکړه کړې ده.

د پېښور د پولیسو د عملیاتي چارو مشر کاشف افتاب عباسي دنومبر پر ۲۱مه د نرښځیانو د مسلو اورېدو او هواري لپاره یوې ازادې غونډې ته په وینا کې وویل چې په لومړي پړاو کې د هغه ښار په ګلبهار تاڼه کې د نرښځیانو لپاره څانګه پرانیزي.

نوموړي له نرښځیانو وغوښتل چې د دې کار لپاره دې ورته د درې کسیزه کمېټۍ جوړولو لپاره د خپلو استازو نومونه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې یوې مشرې ارزو خان د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د کمېټۍ جوړولو لپاره یې دوه نومونه پولیسو ته ورکړي دي.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی دی چې د نومبر پر ۱۷مه د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکو دوو ټولنو په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال د هغوی امنیت په اړه اندېښې څرګندې کړې او له حکومته یې د نرښځیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

ارزو خان هیله وښوده چې په تاڼو کې د جلا څانګې له جوړېدو سره به د نرښځیانو لویې ستونزې هوارې شي. "د مرګ قضیې، د تشدد کېسونه، نازېبا ویډیوګانې، د ویښتو خرېیل، دا هر څه [په هغو ستونزو] کې شامل دي. ورځ تر بلې د تشدد [پېښې] چې د جنس پر بنیاد کېږي، ډېر زیات شوي دي. کېدای شي د دې کمېټۍ او د ډېسک (څانګې) تر [جوړېدو وروسته] کېدای شي دا ستونزې کمې شي."

د نرښځیانو ټولنه وايي چې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په صوبه کې ۱۲۱ نرښځیان وژل شوي او ورباندې د تشدد زرګونه پېښې شوې دي چې پولیسو یې مقدمې هم کښلې دي خو څوک سزا شوي نه دي.

ارزو خان هیله وښوده چې په تاڼو کې د جلا څانګې له جوړېدو سره به د نرښځیانو لویې ستونزې هوارې شي. "د مرګ قضیې، د تشدد کېسونه، نازېبا ویډیوګانې، د ویښتو خرېیل، دا هر څه [په هغو ستونزو] کې شامل دي. ورځ تر بلې د تشدد [پېښې] چې د جنس پر بنیاد کېږي، ډېر زیات شوي دي. کېدای شي د دې کمېټۍ او د ډېسک (څانګې) تر [جوړېدو وروسته] کېدای شي دا ستونزې کمې شي."

په سوات کې د روشني په نوم د بشري او نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي ادارې مشر جمال شاه مشال راډیو ته وویل چې د مقدمو دایرولو پر مهال له نرښځیانو سره د پولیسو رویه هم مناسبه نه وي. "که موږ وګورو نو د پولیسو رویه هم هغه وخت ناروا وي. موږ دا توقع لرو چې د دې څانګې له جوړېدو سره به [چلند ښه شي]."

شاه زیاته کړه چې د نرښځیانو په استازیتوب جوړې کمېټۍ هم باید واک ولري.

په سوات کې د بیدارۍ (اوېکنېنګ) په نوم د بشري حقونو لپاره د کارکوونکې ټولنې مشر عرفان حسین بابک وايي چې په دې لړ کې باید جوړ شوي قوانین عملي شي.

دی وايي، په سم ډول د قوانینو عملي کېدل د نرښځیانو خوندیتوب باوري کولای شي.

په سوات کې د عورت فاونډېشن یا بنسټ یوه فعاله او وکیله ثمرین حکیم، چې په سوات کې له نرښځیانو سره وړیا قانوني مرستې کوي، وايي چې له ډېرې مودې راهیسې په تاڼو کې د ځانګړو څانګو د جوړولو ضرورت وو ځکه چې هره پېښه چې وشي نو نرښځیان لومړی پولیسو ته ورځي.

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۸ز کال کې د نرښځیانو د حقونو خونديتوب قانون منظور کړی وو چې پکې دولت هغوی ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول د ټولو اساسي حقونو ورکولو ضمانت ورکړی دی خو پر دې سربېره د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت پر نرښځیانو حملې او تشدد کېږي او ورسره توپیر پالل کېږي.

XS
SM
MD
LG