د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارشد حسین شاه د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي اعلا وزیر په توګه لوړه وکړه


ارشد حسین شاه (له کیڼ لوري لومړی) د نومبر پر ۱۲مه د خپلې دندې لوړه کوي.
ارشد حسین شاه (له کیڼ لوري لومړی) د نومبر پر ۱۲مه د خپلې دندې لوړه کوي.

د خیبر پښتونخوا د قانون نګران صوبايي وزیر او پخواني قاضي ارشد حسین شاه د نومبر پر ۱۲مه د یادې صوبې د نګران اعلا وزير په توګه سوګند وکړ.

د خيبر پښتونخوا د ګورنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګورنر غلام علي د پېښور په ګورنر هاوس کې نوموړي ته سوګند ورکړ.

تر دې مخکې د نومبر پر ۱۲مه پخوانی اعلا وزیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر اکرم خان درانی د نوي لنډمهاله اعلا وزیر لپاره د سيد ارشد حسين شاه پر نامه سلا شول او د هغه نوم یې ګورنر ته لېږدولی وو.

د ګورنر دفتر د نومبر پر ۱۲مه په یو خبر پاڼه کې پخلی وکړ چې غلام علي د پخواني قاضي سید ارشد حسین شاه د نومول کېدو منظوري ورکړې ده.

بل پلو عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف د لنډمهاله اعلا وزیر څوکۍ لپاره د ارشد حسېن شاه د غوره کېدو پر طریقه کار نیوکې کړې دي.

د عوامي نېشنل ګوند سردار حسېن بابک او د تحریک انصاف مخکښ ملک انور تاج د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې نه اکرم خان درانی اوس د ټولو مخالفو ډلو شريک مشر دی او نه هم محمود خان اوس په پاکستان تحريک انصاف کې شامل دی.

د دې تر څنګ ځینې قانون پوهانو هم ویلي چې د نوي لنډمهاله اعلا وزیر ټاکل د سېنېټ او د انتخاباتو کمېشن کار دی.

خو د پيښور های کورټ وکيل علي ګوهر درانی وايي، د پاکستان په ایین کې داسې هیڅ نشته چې دا واک د سېنېټ او انتخاباتو کمېشن دی.

د ده په وینا، قانوني لاره هم دا وه چې ګورنر غلام علي خپله کړې او نوی لنډمهاله اعلا وزیر یې غوره کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان د نومبر پر ۱۰مه ناوخته د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

په پېښور کې د اعلا وزیر له دفتره د نومبر پر ۱۱مه په یو بیان کې وویل شو چې اعظم خان د خراب شوي صحت له کبله د نومبر پر ۱۰مه د پېښور په یو روغتون کې داخل کړل شوی وو او په هغه شپه ناوخته یې سا ورکړې وه.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د اعظم خان تر مړینه وروسته محمود خان او اکرام خان دراني ته یو لیک لیږلی وو چې د بل نګران اعلا وزیر غوره کولو لپاره د اساسي قانون د (۱ اې) ۲۲۴مې مادې له مخې د مشورې بهیر پیل کړي.

د خیبر پښتونخوا مړی شوی نګران اعلا وزیر اعظم خان
د خیبر پښتونخوا مړی شوی نګران اعلا وزیر اعظم خان

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اعظم خان په مړينه خفګان څرګند کړی دی. د اعظم خان مړی د نومبر پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د چارسدې په پړانګو کې خاورو ته وسپارل شو.

اعظم خان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د نګران اعلا وزیر په توګه سوګند پورته کړی وو.

نوموړي له پېښور او لندنه د قانون په برخه کې زده کړې وې. هغه د خيبر پښتونخوا چيف سېکرټري او همداسې د وفاقي وزارتونو، مذهبي چارو او پیټروليم وفاقي سيکرټري هم پاتې شوی دی.

د اعظم خان تر مړینه وروسته په پاکستانیو او ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه بحث تود شوی وو چې اوس به د هغه ځای ناستی کومه اداره او څنګه ټاکي؟

خو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې دا خبره رد کړې چې د نګران اعلا وزیر تر مړینه وروسته یو قانوني بحران رامنځ ته شوی دی.

نوموړي لیکلي چې د پاکستان ایین په دې اړه څرګند دی.

د خیبر پښتونخوا نوی لنډمهاله اعلا وزیر سید ارشد حسېن شاه د ایبټ اباد ضلعې اوسېدنکی دی. نوموړي په ایبټ اباد کې وکالت کړی، د خېبرپښتونخوا ایڈیشنل ایڈووکیټ جنرل پاته شوی، د پاکستان ډپټې اټارني جنرل اوسېدلی او په ۲۰۲۲م کال کې د ګلګت بلتستان د چيف جسټس په توګه ریټایر شوی وو.

سید ارشد حسېن شاه د ۲۰۲۳م کال له پیله د خیبر پښتونخوا په نګرانه کابینه کې د قانون او اوقافو سرپرست وزیر هم وو.

XS
SM
MD
LG