د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا لنډمهاله اعلا وزير اعظم خان مړ شو


د خيبر پښتونخوا نګران اعلا وزير انځور ارشيف
د خيبر پښتونخوا نګران اعلا وزير انځور ارشيف

د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر اعظم خان د ناروغۍ له کبله د نومبر پر ۱۰ ناوخته د پېښور په یو شخصي روغتون کې مړ شوی دی.

په پېښور کې د اعلا وزیر له دفتره نن، د نومبر پر ۱۱مه، په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې اعظم خان د خراب شوي صحت له کبله پرون د پېښور په یو روغتون کې داخل کړل شوی وو او بېګا یې سا ورکړې ده.

بیان لیکي چې د اعظم خان جنازه به نن درې نیمې بجې د چارسدې په پړانګو کې ترسره کېږي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اعظم خان په مړينه خفګان څرګند کړی دي.

اعظم خان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د نګران اعلا وزیر په توګه سوګند پورته کړی وو.

نوموړي له پېښور او لندنه د قانون په برخه کې زده کړې وې. هغه د خيبر پښتونخوا چيف سېکرټري او همداسې د وفاقي وزارتونو، مذهبي چارو او پیټروليم وفاقي سيکرټري هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG