د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت ۱۹ وزیرانو او سلاکارانو استعفا ورکړې ده


د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت کابینې د ۲۰۲۳ز د جنورۍ پر ۲۶مه د خپلو دندو لوړه کړې وه.
د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت کابینې د ۲۰۲۳ز د جنورۍ پر ۲۶مه د خپلو دندو لوړه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د لنډمهالې کابینې ۱۹ غړو د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا له خپلو دندو استعفاګانې ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن تېره اوونۍ په یو لیک کې د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا محمد اعظم خان ته ویلي ول چې هغه وزیران او مشیران دې ګوښه کړي چې د سیاسي ګوندونو غړیتوب لري او یا په سیاسي هلو ځلو کې برخه اخلي.

د وزیراعلا سلاکار مهر الهي د اګست پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې د هغه په ګډون د نګرانې کابینې ۱۹ غړو خپلې دندې پرېښې دي او امکان دی چې د اګست پر ۱۱مه د کابینې پاتې شپږ غړي هم استعفا ورکړي.

نوموړي وویل د لنډمهالې کابینې غړي د پرمختیايي کارونو او سرکاري ملازمینو د مقررولو یا لیرې کولو واک نه لري نو ځکه په سیاسي هلو ځلو کې یوه ګوند یا سیاستوال ته ګټه نه شي رسولای.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلي ماته کړه. تر دې وروسته چارې نګران حکومت ته وسپارل شوې.

د خېبر پښتونخوا په ۲۷ کسیزه لنډمهالې کابینه کې د وزیراعلا اعظم خان په مشرۍ ۱۵ صوبايي وزیران، پینځه مشاوران او شپږ ځانګړي سلاکاران شامل ول چې له هغو څخه یې وزیر شاهد خټک تر دې مخکې استعفا ورکړې وه ځکه چې کمېشن پر هغه هم په سیاسي جلسه کې د ګډون او وینا تور پورې کړی وو چې هغه رد کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ ۵۲ پخوانیو غړو انتخاباتي کمېشن ته په یو لیک کې ویلي ول چې د انتخاباتي کیمپېن لپاره دې ټولو سیاسي ګوندونو ته مساوي موقعې برابرې کړي.

دوی په لیک کې د خیبر پښتونخوا پر لنډمهالي حکومت تور پورې کړی وو چې بې طرفه نه دی او ویلي یې ول چې نګران وزیران د تحریک انصاف پر ضد کیمپېن کوي.

تر دې وروسته انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر ته خط ولیکه او له هغه یې د اقدام غوښتنه وکړه.

د پاکستان له قوانینو سره سم، لنډمهالي حکومتونه باید بې طرفه وي او د هېڅ ګوند ملاتړ یا په انتخاباتي کیمپېن کې یې مرسته نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG